وسلهوال طالبان د تخار په څو ولسوالیو کې پراخ حضور لري. د دغې ډلې فعالیت او نه ځپل کېدو؛ د تخار اوسېدونکي اندېښمن کړي چې طالبان به راروان پسرلي کې لا زیاتې سیمې تر ولکې لاندې راولي.
د تخار اوسېدونکي وايي، دا چې ژمي کې ماوراييکوکچه او شکمش ولسوالیو کې طالبان نه دي ځپل شوي پسرلي کې به د خپل حضور سیمه پراخه کړي.
دوی زیاتوي، طالبان به د هوا په ګرمېدو سره خپل خوځښتونه زیات کړي چې د تخار امنو سیمو ته هم ګواښ پېښولی شي.
د دې ولایت استوګني د طالبانو په خلاف د دوامداره عملیاتو غوښتنه کوي.
دا وخت د تخار ۵ ولسوالیو کې طالبان پراخ حضور لري او څو نورې ولسوالۍ هم تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي؛ دغه راز ماوراييکوکچه ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو په موخه پوځي عملیات هم درول شوي دي.
د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر د دغه ولایت ولسوالیو کې د ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو درولو په اړه څه نه وايي. خو ټینګار لري چې راتلونکي کال کې د طالبانو د بریدونو مخنیوي لهپاره بشپړ چمتوالی لري.
د ریپوټونو لهمخې، ینگيکلا، درقد، خواجه بهاالدین، دشتکلا او شکمش د تخار له ناامنه ولسوالیو دي.