د برېښنايي پېژندپاڼو د ازمایښتي بهیر ملاتړي او مخالفان

د لویې پکتیا ځوانانو بنسټ مشر محمدحکیم ساپي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د برېښنايي پېژندپاڼو د ازمایښتي بهیر له پیلولو د ملاتړ ترڅنګ وویل چې پېژندپاڼې د هر وګړي پېژندګلوي ده او د لویې پکتیا ځوانان له حکومته غواړي چې ژر دغه بهیر د ټول هېواد په کچه پیل کړي.

ښاغلی ساپی همدارنګه وايي، برېښنايي پېژندپاڼې د نفوسو د کره شمېرې د معلومولو تر څنګ، د ټاکنو روڼتیا او ترهګریزو پېښو مخنیوي کې مهم رول لري.

د ښاغلي ساپي په وینا، هر څوک او کړۍ چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو بهیر کې ستونزې رامځته کوي؛ د دې ملت د وګړیو په حق کې جفا کوي.

په ورته وخت کې د کندهار د ولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم سلام‌وطندار ته وویل چې د ارګ له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو ازمایښتي بهیر وړ او پرځای ګام دی او دوی یې ملاتړي دي.

خو کابل کې د لېږد جنبش غړي د حقوق‌پوهانو، سیاستوالو او د پوهنتون استادانو په حضور کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو د ازمایښتي بهیر پر پیلولو نیوکه کوي، وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ کې یو شمېر کړۍ قوم‌پالنې ته په لمن‌وهلو سره وضعیت نور هم ترینګلی کوي.

د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر فضل‌احمد معنوي دې غونډې ته وویل، حکومت باید قومي بحث له سیاسي بحث څخه بېل کړي، ګنې د هېواد حالات نور هم خرابېږي.

ښاغلی معنوي له افغانانو غواړي، د ارګ قوم‌پالنې او نفاق‌اچونې پروګرامونو کې ونډه وا‌نه‌خلي او یو بل ته درناوی وکړي.

په ارګ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ازمایښتي بهیر په پېلېدو سره د ارګ دغه ګام پر وړاندې ملاتړ او مخالفتونه جدي شوي‌دي.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله او د هغه دویم مرستیال محمدمحقق هم له هغو کسانو دي چې له‌دې بهیر سره یې مخالفت کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام