د لوګر لاریون؛ په کابل کې دې د پاکستان سفارت وتړل شي

لوګر کې نن سهار شاوخوا ۵۰۰ تنو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. دغو لاریونوالو د درېیوو ساعتونو له‌پاره د کابل ـ ګردېز لویه لاره د پل‌علم ښار په شهیدانو څلور لارې کې د موټرو د تګ ـ راتګ پر مخ تړلې وه.

لاریونوالو چې په لاسونو کې یې د افغانستان ملي بیرغ لېږدولو؛ مرګ پر پاکستان، مرګ د پاکستان پر جاسوسانو او مرګ د پاکستان پر استخباراتي ادارې شعارونه ورکول او د یاد هېواد ملي بیرغ یې هم وسوزول.

د لاریون دوو ګډونوالو احمدفرهاد او محمداکرم چې پاکستان د فساد او د ترهګرو د زالې په توګه په هېڅ صورت د دوستی لایق نه‌دی او په هره برخه کې یې له افغان خاورې له افغان وګړیو سره ظلم او زیاتی کړی‌دی.
دوی له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د پاکستان هېواد سفارت او د تورخم دروازه دې وتړل شي او د دې هېواد تولیداتو او پاکستانيو کلدارو د راکړې ـ ورکړې مخه دې ونیول شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام