
یوشمېر سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې د ټاکنو کمېسیون په پرپڅو کارکړنو د نیوکې ترڅنګ د کمېسیون لهخوا د ټاکنو په رڼښت هېڅ باور نه لري.
خود ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له استازو سره په غونډه کې ډاډ ورکړ، چې راتلونکې پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې به رڼې وي او دې ته ژمن دي.
د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازو د ټاکنو کمېسیون تېرو کارکړو ته په نیوکې وویل کمېسیون دې پر خپلې کړنلارې او د چارو څرنګوالي په اړه له تخنیکي او حقوقي پلوه یولړ بدلونونه راولي؛ ترڅو رڼو ټاکنو ته زمینه برابره شي.
دوی په خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو او ټولو ته د رای ورکولو زمینې په برابرېدو ټینګار کوي.
د نوې ملي جبهې غړي صدیق پتمن وویل، که کمېسیون غواړي د ولس او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ باور رامنځته شي؛ اړتیا ده د راتلونکیو ټاکنو کره نېټه اعلان کړي.

پتمن وايي:« څه ډول باور وکړي چې تاسې د چنګاښ په ۱۶ نېټه ټاکنې ترسره کوﺉ؟ د وري په ۱۵ د نوم لیکنې پروسه پیلوﺉ. مونږ فکر نه کوو په دومره کم وخت کې دې کمېسیون دا کارونه ترسره کړي. تاسې باید مشخص مهال وېش اعلان کړئ.»
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر رفیع الله بیدار وویل تراوسه کمېسیون ته د دوو ګوندونو او څو مدني ټولنو لهخوا له ۶۰ ډېرې طرحې راغلي چې تر ډېره په حقوقي او قانوني موضوعاتو راڅرخي.
د کمېسیون په تشکیلاتو کې بدلون راوستل، د کمېسیون له لوري د علني غونډو جوړول او د رای ورکولو په پروسه کې د کډوالو ګډون د مدني ټولنو د طرحو مهم ټکي دي.
دغه غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تر دې مخکې هم د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو او دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ ورته غونډې شوي؛ خو د ټاکنو په پروسې د خلکو باور لاهم کمزوری دی.





