د خان عبدالغفار خان په یاند غونډه کې د کندهار مرستیال والي په شمول زیات شمېر لیکوالانو، شاعرانو، مدني فعالانو، د کندهار پوهنتون استادانو او زدهکړیالانو ګډون کړی و.
ویناوالو پاچا خان د سیمې په کچه یو وتلی سیاسي او ټولنیز پښتون مبارز یاد کړ، چې افغانان یې د عدم تشدد مبارزې ته زښته اړتیا لري.
پاچا خان د عدم تشدد په موخه د خدايي خدمتګارانو يو ټولنه جوړه کړه او د هندي سياستوال مهاتما ګاندي سره يوځای یې د انګرېزانو د اشغال په وړاندي مبارزه پيل کړه.
خان عبدالغفار خان يا پاچا خان په ۱۸۹۰ کال کې د پېښور په اشنغر سيمه د اتمانزو په کلي کې د خان بهرام خان محمدزي په کور کې زېږېدلی دی.