د کابل خونړۍ شنبې د ټپیانو روایت؛«وېره ونکی حالت و، وېرونکی!»

تېره ورځ نږدې یوه بجه، یو زورور غږ ټول چپ کړل؛ جمهوریت روغتون ته نږدې یوه توره لوخړه راپورته شوه. شېبې وروسته د ښار فضا د امبولانسونو غږونو پر سر اخیستې وه. دا ځل بریدګرو یو دولتي روغتونو ته څېرمه د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ په دویم چک‌پوست موټر بم برید وکړ.

له بریده ساعتونه وروسته د کابل ښار روغتونونو مخې ته لسګونه ویرجن هېوادوال د خپلې کورنۍ د غړیو پوښتنې او روغتیا خبر په تمه راټول شوي وو. روغتونونه له ټوټه،ټوټه شویو انسانانو ډک و. پلارونه او میندې په کوکارو خپلو اولادونو پسې ګرځېدل دغه ستړي حالت او د قربانیانو کورنیو انګولا د نوي ښار سیمه پرسر اخیستې وه. دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې دغه خونړۍ پېښخ ټولې نړۍ ته په چټکتیا خپره شوه.

په ټولنیزو رسنیو کې له پېښې د یو هلک او جلۍ انځور چې خپله پښه یې له لاسه ورکړې وه او دغه راز د یوې مېرمنې انځور چې د شدیدې وینې بهېدو له‌کبله یې څېره نه پېژندل کېده یو له هغو انځورونو و، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي وو.

ځینې هېوادوال د خپلو، خپلوانو له جسدونو سره کورونو ته ورستانه شول او ځینې بیا د خپلو عزیزانو د پوښتنې په‌‌پاره له روغتونو سره پاتې شول. تراوسه چې د پېښې یوه ورځ وتلې لا هم کورنۍ د خپلو عزیزانو پيداکولو پسې ټول ځایونه لټولي او هېڅ نښې نښانې یې نه دي پیداکړي.

نن ورځ د پېښې د ټپیانو سره د خبرو اترو له‌پاره د پلازمېنې کابل وزیر محمد اکبر خان روغتون په دهلېزونو کې ګرځېدم چې یو ډاکتر راغی او هغې خونې ته يې بوتلم چې ټپیان په کې بستر دي.

د دغو ټپیانو په ډله کې د بشیر په نوم کس سره مې خبرې وکړې وايي د تېرې روځې په پېښه کې پر شا ټپي شوی دی.

بشیراحمد اوس خپل روغتیايي وضعیت د قناعت وړ بولي او د روغتون ډاکترانو له رسېدنې خوښي څرګندوي.

نوموړی د تېرې ورځې د پېښې په اړه وايي:«ډېر وېرونکی حالت و، وېرونکی.»

څو بستره وړاندې د ګل پرا په نوم تنکی ځوان بستر دی چې هغه هم د تېرې ورځې په پېښه کې د لاس او سر له برخې ټپي شوی دی. کیسه کا، چې تازه مې یوه ګولۍ ډوډۍ په خوله کړې وه، ناببره یو وېره وونکي غږ سره بې هوشه شوم؛ شېبې وروسته را په حال شوم، ګورم شاوخوا مې انسانان پراته دي.

د کابل په صدارت څلور لارې کې د موټر بم برید د ټپيانو او وژل شویو د حالت په اړه د لا زیاتو معلوماتو له‌پاره مو د وزیر اکبرخان روغتون یو ډاکتر عبدالمحمد سره خبرې وکړې.

د نوموړي په وینا، د پېښې له سیمې ۳۷ ټپیان او ۱۳ وژل شوي دغه روغتون ته ور وړل شوي دي. ښاغلی عبدالمحمد د ټپیان روغتیايي وضعیت د قناعت وړ بولي او وايي چې د تېرې ورځې پېښې زیاتره ټپیان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

کله چې د وزیر اکبرخان له روغتونه بېرته راووتلم، ډله ډله هېوادوال د خپل خپلوانو روغتیايي وضعیت پوښتلو له‌پاره دغه روغتون ته روان وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام