
د پکتیا ګڼ مېشته څمکنيو ولسوالۍ ځینو هغو اوسېدونکیو چې سیمهییز روغتون ته يې ناروغان وروړي؛ شکايت کوي، چې پر خپل وخت يې د ناروغانو درملنه نه کېږي او نه هم روغتون بېوزله ناروغانو ته سم دارو درمل ورکوي.
بهادر خان چې د څمکنیو ملکي روغتون ته یې ناروغان وروړي سلاموطندار ته وویل، په روغتون کې د داخله او جراحي ډاکترانو کموالي او د ښځینه ډاکترې نشتوالي ناروغان له سختو کړاوونو سره مخ کړي دي.
د بسم الله ګل په نوم یو بل څمکني په دې روغتون کې د خبرو پرمهال وویل، چې د څکمنیو ولسوالۍ سربېره د جانیخېلو، پټان او لجې منګل اوسېدونکي هم خپل ناروغان دغه روغتون ته ورولي؛ چې ګڼه ګونه یې زیاته کړې.
دی وایي، ډېرې نورې ستونزې لکه د امبولانسونو او متخصص ډاکتر نشتوالی نور هغه ستونزې دي.
د حاجي سخې په نوم یو بل څمکني وویل، په ملکي روغتون کې یو ډاکتر ته په وار سره له ۸۰ تر ۱۰۰ ناروغان په تمه ولاړوي؛ دغه راز که عاجل ناروغ پیدا شي اړي مرکز ته یې ولېږدوي، چې په دې برخه کې روغتون د ناروغان لېږد امکانات هم نه لري.

د څمکنيو ولسوالۍ د روغتون امر ډاکترعبدالقدوس د دې ستونزې منلو تر څنګ د يوې بلې ستونزې يادونه هم کوي او وايي درې کاله وړاندې د جرمني په مرسته یاد روغتون کې د بېړنيو ناروغيو شل بستريز مرکز جوړ شوی خو په وینا يي تر اوسه هېڅ راز، اسانتیاوې نه لري.
د پکتيا د عامې روغتيا ريیس ډاکتر ولايت خان احمدزی د څمکنیو ولسوالۍ روغتون ستونزو په اړه وايي د دې ولسوالۍ نفوس ته په کتو یې دغلته د روغتیایي خدمتونو ښه کولو هڅې ګړندۍ کړي دي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي د روغتون شته ستونزې به ډېر ژر لېرې شي.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز پکتیا ته د سفر پرمهال ژمنه کړې وه، چې د څمکنيو ولسوالۍ ملکي روغتون ته په راتلونکي کې پراختيا ورکوي او شته ستونزو ته به يې د حل لارې چارې لټوي.





