بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې د کونسلي خدمتونو برخه یو خصوصي شرکت او GTR خدمتونو یا «روان خدمت» ته وسپارله. روان خدمت هغه اسنادونه لکه پېژندپاڼه، نکاح‌خط او تحصیلي اسناد ټولوي او د بهرنیو چارو وزارت د اړوندو برخو له تایید وروسته یې خپلو څښتنانو ته سپاري.

ښه مې په یاد دي په تېر کې مې هغه شمېر ملګري چې د خپلو تحصیلي اسنادو او پېژند پاڼو تایید په پار بهرنیو چارو وزارت ته ورتلل؛ په اسنادو به یې څو ورځې تېرېدلې.

دا چې اوسمهال دغه کونسلي چارې له یو کال راهیسې د روان خدمت خصوصي شرکت ته سپارل شوې‌دي. دا وپوښتو چې ایا د تصدیقاتو ارایې خوصي کول د کاغذ پرانۍ کموالی لامل شوی او که‌نه؟ په همدې دلیل ان تایمنیو ته د روان خدمت شرکت مرکزي برخې ته ورغلو.

کله چې د روان خدمت مرکزي دفتر ته ورغلو؛ یوه پېغله مېرمن مې ولیدله چې د اسنادو څو پاڼې یې په لاسو کې وې. کله چې له زینې راکښته شوه ځان مې ورمعرفي کړ؛ ویې ویل، نوم یې فرشته احدي ده او د خپلو اسنادو د تایید په پار دغه مرکز ته راغلې ده.

فرشته وايي، له پېرېدونیکیو سره د دغه شرکت د چال ـ چلند او د فعالیتونو څرنګوالی یې خوښه ده. وايي، دغه شرکت سبب شوی چې د خلکو وخت بې‌ځایه ضایع نه‌شي او د خپلو اسنادو برخه په وزارت کې اداره په اداره ستړی نه‌شي.

فرشتې د خپلې پېژندپاڼې د تایید له‌پاره دغه شرکت ته ۵۰۰ افغانۍ لګښت ورکړی‌دی.

د روان خدمت شرکت درېیم پوړ ته پورته شوم؛ د یادې ادارې رییس محمداسلم‌خان لیدو ته ورغلم، په ورین تندي یې هرکلی وکړ. محمداسلم‌خان د شرکت د فعالیتونو په اړه وویل، چې دم‌ګړۍ روان خدمت شرکت ۲۴ ډوله بېلابېل اسناد لکه پېژند پاڼه، نکاح‌خط، تحصیلي اسناد او نور له مراجعینو راټولوي او د وزارت له تایید وروسته یې په پوره امانت سره اړوندانو ته سپاري.

د اسنادو د تایید لګښت په اړه مو د شرکت له رییسه وپوښتل، هغه وویل چې بهرنیو چارو وزارت د اسنادو د اجرا له ‌کبله له پېرېدونکیو له ۱۰۰ تر ۲ زرو افغانۍ اخیستلې؛ خو اوسمهال روان خدمت شرکت د هر ډول اسنادو د اجرا او تایید وروسته یوازې ۳۰۰ افغانۍ اخلي.

د روان خدمت خصوصي شرکت رییس وايي، دغه شرکت ټولټال ۱۶۰ تنه کارکوونکي لري او دوو ودانیو کې چارې تنظیموي چې اوسمهال د دغه شرکت کې دوه برخې موجودې دي: یوه بېړنۍ برخه ده چې په ۱۲ ساعتونو کې اسناد طي مراحل کوي او دویمه هغه یې عالي برخه ده چې هېوادوال له دوو ورځو وروسته د سپارل شویو اسنادو په تایید پسې راګرځي.

د روان خدمت شرکت رییس محمداسلم‌خان

د دې شرکت رییس د قومي تشکیلاتو د پوښتنې په اړه هم وویل چې د شرکت په جوړښت کې یې د قومي تنوع موضوع ته ډېر پام کړی‌دی او له هر قومه کارکوونکي لري.

د روان خدمت شرکت د رییس په خبره، دا شرکت په څلورو هېوادونو، جنوبي‌ کوریا، مالیزیا، عربي متحده امارات او اردن کې هم فعالیت لري او په راتلونکي کې هڅه کوي چې خپل خدمات د افغانستان نورو وزارتونو ته هم پراخ کړي.

د شرکت له رییس سره له خبرو نه وروسته د لوی دهلېز تر ادارې پورې راغلم. په عمر پوخ سړی مې ولید چې په تخرګ کې یې د اسنادو یوه دوسیه نیولې. دا سړی نعمت‌الله حمیدي نومېد چې د نکاح‌خط او د ماشومانو د پېژندپاڼو د تایید له‌پاره روان خدمت ته راغلی و. ښاغلی حمیدي د دې شرکت له کارونو خوشاله دی او وایي چې په دوو ورځو کې یې د تایيدي ټول کارونه خلاص شول.

د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې د مشارکت د قانون پر بنسټ عامه او خصوصي برخه، د کابیني د حکم له‌مخې بهرنیو چارو وزارت پرېکړه وکړه چې د اسنادو د توزیع او راټولو چارې یې یو خصوصي شرکت ته ورکړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي چې د کونسلي چارو ځېنې کارونه د امنیتي تهدیداتو او په کارونو کې د اسانتیا په پار خصوصي شرکتونو ته سپارل شوې‌دي. ښاغلی مستغني زیاتوي چې روان خدمات شرکت د همکارۍ په پار خپلې ټولې چارې په قانوني ډول پای ته رسوي.

د منل‌کېدونکیو کسانو د اسنادو طی مراحل، د بانکي تعرفې تحویل، د مالي لګښتونو ورکړه، د اسنادو څېړنه او د هغوی د صحت ډاډ، په ډیټابیس کې ثبتول، مهر و لاسلیک او په پای کې د اسنادو تسلیمول دي چې دې ټولو ته دوی پام کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په د کونسلي چارو په ریاست څارنه محفوظه ده او د قانون او مقراراتو په رڼا کې د کونسلي چارو د طرزالعمل مطابق شرکت ته لارښوونه او هدایت کېږي. د ښاروندانو او متقاضیانو شکایتونه هم په لیکلي ډول شرکت ته رسېږي او شرکت هم موظف دی چې د هر یو شکایت ته رسېدنه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام