شاوخوا ۶۰۰ کوچیان نن سهار د لوګر ولایت مرکز اړوند المتور سیمه کې لویې لارې ته راووتل او د څو ساعتونو لهپاره یې د پکتیا – خوست او کابل – لوګر ترمنځ د موټرو د تګ ـ راتګ مخه ونیوله.
لاریونوالو وویل، دا لاره یې د هغو خوستوالو په غبرګون کې تړلې چې له ۱۵ ورځو راهیسې یې د خوست ولایت په ببرکتاڼې او علیشېرو سیمو کې د ځمکې پر سر لانجې له امله د پرتو کوچیانو پرمخ خوست ښار ته د تګ ـ راتګ ټولې لارې تړلې دي.
لارینوال حاجي محمدالله کوچی او رحمتالله کوچی چې د نورو ولایتونو راغلي سلام وطندار ته وايي، تر هغه وخته به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي چې په خوست کې پر میشتو کوچیانو لارې نه وي خلاصې شوي.
دوی وايي چې له تېرو ۴۰ کالو راهیسې دوی دا ځمکه خوري او تر اوسه یې خپله هغه ګڼي.
دوی همداراز وايي چې د افغانستان له ډېرو سیمو نه کوچیان راټول شوي او غوښتنه کوي که یې دولت غږ وانهاوري، په ورځو ـ ورځو به لارې وتړي.
بلخوا لوګر کې د لاریون سیمې ته د خوست والي حکمخان حبیبي هم راڅرګند او لاریونوالو سره يې ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به په خوست کې د ځایي خلکو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې پر سره لانجه هواره کړي.
دی وايی دا لانجه له یوه کال راهیسې توده شوې او د ولسمشر او ملي امنیت شورا په همکارۍ خوست ولایت ته ۸۳ کسیز پلاوی ورغلی او ستونزې ته به د حل مناسبه لاره پیدا کړي.
د خوست والي وویل چې شخړې په خبرو هوارېږي نه په لاریونونو.
کوچیان د خوست، په متون، شمل، باک، تریزیو، علي شېرو، تورو اوبو، لنډرو، قدمو، لکڼو او خرڅيو سیمو کې له ځایي خلکو سره د غرونو او دښتو ملکیت پر سر له اوږدې مودې راهیسې دعوې او لانجې لري.
دا لانجې کله ناکله په وسلهوالې شخړې هم اوښتې او ان مرګو ژوبله یې هم اړولې ده.