د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکیو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ۱۳۹۸ لمریز کال په عوایدو کې د ۳۰ سلنې کموالي خبر ورکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال محبوبالله رباني وویل، د ۱۳۹۸ مالي کال را ټول شوي عواید ۱،۶ میلیارډه افغانۍ دي، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۷ کال کې دا عواید ۲،۲ میلیارډه افغانۍ وو.
د رباني په خبره، د قراردادونو د نه پلي کېدو او له هېواده بهر د ډبرو سکرو په صادراتو کې د ۱۵ سلنې مالیاتو زیاتوالي له امله د دغه وزارت عواید راکم شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ولسمشرۍ ماڼۍ او عالي اقتصادي شورا د پرېکړې له مخې، د ډبرو سکرو د تولید صادراتي تعرفه له ۵ سلنې نه ۲۰ سلنې ته لوړه شوه چې له کبله یې د ډبرو سکرو په صادراتو کې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالی راغی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست عنایتالله مومند بیا وویل چې سږ کال له دغه وزارت سره د بهرنیو هېوادونو مالي مرستې کمې شوې دي او په وینا یې، دا مرستې به په راتلونکي کې هم کمې شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د کان اېستلو مقرره د ولسي جرګې له لوري تصویب شوې چې له مخې یې، د کانونو د پروسس شرکتونه نه شي کولای له جواز پرته فعالیت وکړي.
د دوی په وینا، د دې مقررې پر بنسټ به د هوکړهلیکونو په لاسلیکولو او د عوایدو په راټولولو کې هم روڼوالی راشي.
اړوند مطالب: