د کاري او شغلي خوندیتوب او د تحصل کړو کسانو لپاره د کار او دندې نشت لامل شوی چې ګڼ شمېر زدهکوونکي له زدهکړو زړه توري شي او پرځای یې د کسب او حرفې زده کړې ته مخه کړي.
د فاریاب ولایت یو شمېر ماشومان او تنکي ځوانان هم له دغې ډلې دي او د ښه کار زدهکولو لپاره یې زده کړې پرېيښې او د ښوونځیو په ځای د کار زدهکولو ورکشاپونو ته ځي.
محمد اصف او محمد صادق دوه له هغو ځوانانو دي چې زدهکړې یې خوشې کړي او اوسمهال په فلزکارۍ او وېلډنګ کاری بوخت دي.
دوی وايي، د لوستو او زدهکړو لرونکيو کسانو لپاره د کار نشتوالی سبب شو چې دوی له زدهکړو زړه توري شي او په یوولسم ټولګي کې د زدهکړو له پرېښودو وروسته کاري ورکشاپونو ته مخه کړي.
د محمد امین په نوم یو تن کارګمارونکی هم وايي چې د یوه واټ پرمخ څنګ په څنګ د فلزکارۍ څو دوکانونه موجود دي او هر یو یې څو تنه شاګردان لري.
له دې ښکاري چې له کار او کسب سره د ځوانانو مینه او لېوالتیا ډېره شوې ده.
د فاریاب ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییسه کریمه بیهقي سلاموطندار ته وايي چې په فاریاب کې له مسلکي او حرفهيي کارونو سره د ځوانانو مینه ډېره شوې او دغه ریاست هم روان کال شاوخوا ۳۵۰ ځوانان له حرفوي زدهکړو فارغ کړي دي.
له مسلکي او حرفوي کارونو سره د ځوانانو د لېوالتیا ډېرېدنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې نږدې ۱۲ سلنه زدهکوونکيو روان کال د فاریاب له پوهنتونه د لوړو زدهکړو سندونه واخستل.
له پوهنتونه دغه فارغ کسان وايي له ګڼو ستونزو او تکلیفونو سره مل یې ۱۶ کاله زدهکړې وکړې، خو اوس فکر نه کوي چې حکومت به ورته د کار او دندې زمینه چمتو کړي.