
ایا په ۶۲ ایف کپلر سیاره کې حیات موجود دی؟ ایا زموږ دغه فضايي ګاوڼدي سیارې انسان ته ورته موجودات په خپله سطحه کې روزلي دي؟ د دې سیارې په اړه د څېړونکې ډلې ځواب هیله من او په زړه پورې دی.
د ستورو پېژندونکو ډله وايي، چې د ۶۲ ایف په نوم سیاره کیدای شي، چې د استوګنې له پاره مناسبه وي.
د کپلر فضايي تلسکوپ په وسیله را ټول شوي اطلاعات ښيي، چې دغه ډبرینه سیاره له ځمکې سره ورته والی لري او په قوي احتمال سره ښايي، د سیارې په سطحه کې د روانو اوبو اقیانوسونه موجود وي.
د یوې سیارې په سطحه کې اوبه د حیات را منځته کېدو له پاره مهم عنصر دی.
دغه ډبرینه سیاره له ځمکې نه ۴۰ سلنه ستره ده او له ځمکې نه ۱۲۰۰ نوري کلونه واټن لري.

۶۲ ایف کپلر سیاره په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د کپلر تلسکوپ په وسیله د موندل شوې منظومې یوه غړې ده. په دې منظومې کې ۵ نورې سیارې په بېلابېلو اندازو سره د یوه ستوري په چاپېره کې ګرځي، چې دغه ستوری زموږ له لمر نه څو برابر سوړ او کوچنی دی.
د دغو څېړنو موخه د ۶۲ ایف سیاره وه، چې له څلورو نورو سیارو نه لرې د مورني ستوري په چاپېره کې ګرځي.
د کپلر فضايي تسلکوپ د ترانزیټ په طریقې (د تلسکوپ د لید کرښې له مخې د سیارې او مورني سیارې تېرېدل) زرګونه سیارې یې د نورو سیارو په چاپېره کې د چورلېدو په حال کې موندلي دي، خو په کره ډول دا نه شي معلومولی، چې په دې سیاره کې حیات شته او کنه؟
د ۶۲ ایف په سیاره کې د ژوند شرایط او امکانات زیاتې خبرې لري.
د کالفورونیا د لاس انجلس پوهنتون د ستوري پېژندلو او او فزیک په لابراتوار کې د څېړنې یوې ډلې د اوماوا شیلدس په مشرۍ د ۶۲ ایف سیارې له پاره د شبیه سازي متفاوته طریقه کارولې ده، او له دې لارې مشخصه کړي، چې دغه سیاره د حیات له پاره مناسبه ده او کنه؟
شبیه سازي: یانې د ۶۲ ایف کپلر سیارې په شان د یوې فضا جوړول او په دې فضا کې د ۶۲ ایف سیارې تر مطالعې لاندې نیول.
د دې شبیه سازي پایله زیاته هیله منه ده.
د دې ډول څېړنې پر بنست که د سیارې اتموسفیر کاربن دای اکسایډ ولري، بیا په سیاره کې د حیات احتمال شته، په دې شرط کې دغه سیاره اتموسفیر ولري؛ ځکه چې کاربن دای اکسایډ د تودوخې د کنترول په برخه کې اغیزمن دی. چې دا په حیات ژوره اغیزه لري.
د ځمکې اتمو سفیر په خپل ترکیب کې ۰،۰۴ سلنه کاربن دای اکسایډ لري، چې بدبختانه میزان یې مخ پر زیاتېدو دی. همدا ډول د ۶۲ اف په سیاره کې د حیات شرایطو له پاره د کاربن دای اکسایډ لوړ میزان ته اړتیا ده. د یادونې ده، چې دغه لرې پرته نړۍ باید په خپل اتموسفیر کې ځېنې نورې ځانګړتیاوې هم ولري، تر څو حیات په کې را وټوکېږي.
د څېړنې دغې ډلې یو شمېر پارامترونه د کاربن دای اکسایډ او اتموسفیر د تراکم معلومولو او د دې سیارې د مدار د ځانګړتیاوو د معلومولو له پاره شبیه سازي کړي دي او لاندې نتیجه یې تر لاسه کړې ده:
د ۶۲ ایف کپلر سیارې د اتموسفیر کثافت د ځمکې په پرتله ۱۲ سلنه زیات دی.
د دې سیارې د کاربن دای اکسایډ کچه د ځمکې اتموسفیر او په ځېنو وختونو کې ۲۵۰۰ مرتبې د ځمکې له اتمو سفیر نه زیات دی. دا چې ۶۲ اف سیاره په لرې واټن کې د یو ساړه ستوري په چاپېره کې ګرځي، د کاربن دای اکسایډ کچه د تودوخې د کچې په ساتلو کې مهم رول لري.
دغه سیاره ښايي، چې د مور ستوري په چاپېره کې زیات بیضوي او یا هم تقریبا دایروي شکل ولري.
د شبیه سازي پایله ښايي، د دې له پاره دومره پراخوي، چې په هر ډول حالاتو کې وکولی شي، چې د حیات شرایط وڅېړلی شي.
تر ټولو مهمه داده، چې د دې سیارې د مطالعه کولو په برخه کې د شبیه سازۍ څو نمونې کارول شوي دي، چې پایله یې د اعتبار وړ ده.
دې ته په کتو سره د څېړنې دغه ډله وايي، چې د دې سیارې اتموسفیر دا ښيي، چې امکان لري، د سیارې په سطحه کې روانې اوبه موجودې وې او دغه چاره د حیات له پاره زمینه برابروي.
اوس پوهېږو، چې کاربن دای اکسایډ د دې سیارې د اتموسفیر لویه برخه جوړوي او له مورني ستوري د ۶۲ ایف سیارې واټن د حیات را منځته کېدو په برخه کې باید اتموسفیر یې له کاربن دای اکسایډ نه جوړ شوی وي او د ځمکې د اتموسفیر په پرتله ۵ سلنه زیات کثافت ولري.

له بل لوري د دې سیارې مدار دومره لرې دی، چې که کاربن دای اکسایډ په کې موجود نه وی، اوبه ګنګلې دلې، خو د کاربن دای اکساید تراکم دې ته اجازه نه ورکوي، چې د ۶۲ اف سیاره د پلوتو په شان په شمسي منظومه کې د ګنګل په نړۍ بدله شي.
د ۶۲ اف سیاره څو نورې ځانګړتیاوې هم لري، د دې ښکارندويي کوي، چې هلته حیات وي.
د دې سیارې د مدار بله ځانګړنه دا ده، چې په اتمو سفیر کې یې کاربن دای اکسایډ کم وی او یا په دې سیاره کې د دې امکان وي، چې کاربن دای اکسایډ تولید شي، نو د مدار جوړښت یې نه پرېږدي، چې د زیات وخت له پاره یې اوبه او سطحه ګنګل پاتې شي.
د دې شبیه سازي له دې لارو کولی شو، چې د نورو سیارو په سطحه کې هم حیات مطالعه کړو.
تر اوسه پورې ۲۳۰۰ سیارې موندل شوي دي او ډېر نورې سیاره له موږ سره د اشنا کېدو انتظار باسي.
د دغو بې شمارو سیارو له ډلې ډېرې کمې یې د حیات په سیمه کې د نورو ستورو په چاپېره کې ګرځي.
په هر حال په کره او ډاډمن ډول نه شو ویلای، چې د ۶۲ اف او د سلګونو نور هغو سیارو چې د حیات په سیمه کې موجودې دي، د دوی په سطحه کې ژوندي موجودات شته او کنه.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د جیمزوب فضايي تلسکوپ په استولو بیا په کره ډول سره ویلی شو، چې تکاپو وریځو له شاه هم د شیري لارې په کهکشان کې د سیارو په سطحه کې د حیات شرایط معلوم کړو.
تر هغې زیات وخت لرو، باید د شبیه سازي له بېلګو کار واخلو او خپل ځواب ته نږدې شو.





