د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییس چمنشاه اعتمادي وايي، د شکایتونو څېړنې په چارو کې لاسوهنې په پروسه کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د موجودیت لامل شوي او له کبله به یې د ولسمشري ټاکنو وروستۍ پایله پر ټاکلي وخت اعلان نه شي.
اعتمادي وايي، تر راتلونکیو دوو ورځو پورې به په ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ۸۰ سلنې ډېر کار پای ته ورسېږي.
د تازه شمېرو له مخې، په ۲۱ ولایتونو کې له ۲ زره او ۵ سوو ډېر محلونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لهخوا د بیاشمېرنې په نوملړ کې نیول شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییس وايي، تر راتلونکیو دوو یا درې ورځو به په ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنې لړۍ پيل شي.
ټاکل شوې وه دغه لړۍ نن پيل شي، خو د ټاکنو کمېسیون د دغه کار اجازه ور نه کړه او له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نه یې د بیاشمېرلو لپاره د محلونو ټاکلو په تړاو د وضاحت غوښتنه وکړه.
اړوند مطالب: