طالبان په جوزجان کې د خلکو تښتولو او قاچاق له لارې ځانونه تمویلوي

د جوزجان د قرقین ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ويلي، طالبان د نشه‌يي توکیو د قاچاق او د خلکو د برمته کولو له لارې خپل جنګي لګښتونه برابروي.

دوی وايي، طالبانو په دغې ولسوالي کې خپل بریدونه زیات کړي او په وینا یې، ولسوالي یې هم کلابنده کړې ده.

د قرقین ولسوال شکرالله جاهد د دغې موضوع د تایید ترڅنګ، سلام‌وطندار ته ويلي، طالبان د نشه‌يي توکیو د قاچاق او د خلکو د برمته کولو له لارې ځانونه تجهیزوي او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

د قرقین ولسوال په وینا، په یاده ولسوالي کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او امنیتي مسوولانو هم تراوسه پراخ عملیات نه دي کړي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وايي، طالبان هر ډول کارونه کوي او د نشه‌يي توکیو له قاچاق نه د خپلو شخصي او جنګي ګټو لپاره کار اخلي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه د وسله‌والو د ځپلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، د دغې ډلې له لوري د دا ډول اقداماتو مسله واقعیت نه لري، خو په وینا یې، که ثابته شي، عاملانو ته به یې سزا ورکړي.

اړوند مطالب:

د جوزجانیانو اعتراض؛ طالبان مو له سیمو وباسئ

طالبان د جوزجان ښکلې نجونې په زوره نکاح کوي

طالبان د جوزجان له اوسېدونکیو هره میاشت ۶۰۰ زره افغانۍ ټولوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام