په داځل مذاکراتو کې به د طالبانو په ګډون حزب اسلامي ډله هم حاضره شي

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو کمېټې مشر حبیب الله پوځي سلام وطندار ته وویل، داسې معلومېږي، چې له طالبانو سره به د سولې د خبرو درېیمه څلور اړخیزه ناسته د فبرورۍ په میاشت کې وشي.

پوځي د غونډې د جوړېدا د ځای په اړه څه ونه ویل.

ده زیاته کړه، تر کومه چې د دوی هلو ځلو دوی ته تمه ورکړې، معلومېږي، چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې، لکه طالبان او حزب اسلامي به خبرو ته حاضر شي.

د پوځي پر وینا، که چېرې د ملامنصور ډله د سولې خبرو اترو ته حاضره شي؛ د دې امکان شته، چې طالبان او حزب اسلامي هم خبرو ته زړه ښه کړي.

پوځي وايي، که چېرې د سولې خبرو اترو په اړه یو منظم او سم مېکانیزم جوړ شي؛ په یقین سره دا خبرې یوې مثبتې پایلې ته رسېدلی شي.

د سولې د عالي شورا د دې چارواکي په بارو، په دغو ناستو کې د چين او امریکا ګډون، دې خبرو ته موثریت ورکوي. ده پر وینا، که چېرې دا خبرې پیلېږي؛ د دې دواړو هېوادونو د استازیو اشتراک دې خبرو ته مثبته پایله ورکوي.

په ورته وخت کې، په قطر کې د پګواش له خوا د جوړه شوې غونډې ګډونوال او د چارو شنونکی محمد حسن حقیار وايي، چې د قطر په غونډه کې د طالبانو له استازیو سره له لیدنو کتنو نه داسې برېښي، چې په راتلونکیو خبرو اترو کې به د طالبانو استازي ګډون وکړي.

د ده پر وینا، د طالبانو له خبرو معلومېدله، چې جګړه د حل لاره نه ده. د ده پر باور اساسي خبره دا ده، چې په دې څلور اړخیزو ناستو کې چین او امریکا ښکېل دي؛ نو طالبان هم د یو تضمین په توګه دې موضوع ته ارزښت ورکوي، ځکه یې زړه ښه کړی دی، چې په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي او ښې پایلې ولري.

د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان تر منځ د څلور اړخیزو خبرو لومړنۍ غونډه په اسلام اباد او دویمه په کابل کې شوې دي، خو د درېیمې له پاره له وړاندې پاکستان غوره شوی و، خو تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه دي رسنیز شوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام