طالبانو د روان ميلادي کال د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه یوه اعلامیه کې ویلي، داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه شوې؛ خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې نوې غوښتنې مطرح کړې دي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د زلمي خلیلزاد له لوري د تازه غوښتنو مطرح کول د وخت بېځایه تېرول دي.
دوی ټینګار کوي چې امریکا باید له خپلو اضافي غوښتنو لاس واخلي او د رامنځته شوي وضعیت لپاره دې مناسبه حل لار پيدا کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري سلاموطندار ته وايي، د تاوتریخوالي کمول د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي.
د ناجيه انوري په وینا، د اوربند کول د بینالافغاني خبرو لپاره له وړاندې شرطونو څخه دي.
قطر کې د امریکا او طالب استازيو ترمنځ د سولې خبرې لسم پړاو ته رسېدلي؛ خو طالبانو تر دامهاله افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې ده.