بلخ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د ۶ ملکيانو د وژلو ادعا

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکيو د امنيتي ځواکونو له لوري په ياده ولسوالۍ کې د شپږو ملکي وګړيو د وژلو په غبرګون کې لاريون وکړ.

معترضان وايي، امنيتي ځواکونو تېره شپه په « بوکه» سيمه کې يو کور په نښه کړی چې په پايله کې يې ۳ مېرمنې او ۳ ماشومان وژل شوي دي.

معترضانو د يادو وژل شويو کسانو جسدونه د بلخ ولسوالۍ يوې څلور لارې ته راوړي او وايي چې د دې پېښې عاملان دې مجازات شي.

دوی خبرداری ورکوي، تر هغه يې غوښتنو ته رسيده‌ګي ونه شي جسدونه به خښ نه کړي.

د بلخ ولايت د ولايتي شورا يو شمېر غړي هم وايي چې ياد کسان د امنيتي ځواکونو له لوري په عملياتو کې وژل شوي دي.

خو د ۲۰۹ شاهين قول اردو په يوې خبرپاڼه کې د ملکيانو وژل رد کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو هوايي بريدونه کړي دي.

د يادې قول اردو وياند حنیف رضايي وايي، د بلخ ولسوالۍ په پنځو کليو کې هوايي بريدونه شوي چې په پايله کې يې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام