ټیفا: ټاکنیزو کمېسیونونو اساسي قانون، د ټاکنو قانون او طرزالعملونه نقض کړي

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا نن په کابل کې د خبري غونډې پر مهال د ولسمشري ټاکنو بهیر په اړه خپلې موندنې خپرې کړې.

د ټیفا د موندنو پر بنسټ، ټاکنیزو کمېسیونونو د تلې د شپږمې نېټې په ټاکنو بهیر کې اساسي قانون، د ټاکنو قانون، ټاکنیز طرزالعملونه او لایحې نقض کړې دي.

دغه موندنې ښيي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۴ ځله او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۳ ځله ټاکنیز مهال‌وېش نقض کړی دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب‌زاده وايي، په ولسمشري ټاکنو کې د دواړو کمېسیونونو اقدامات د قناعت وړ نه دي.

د ټیفا موندنې ښيي چې ټاکنیزو کمېسیونونو له ولسمشري ټاکنو وروسته د اساسي قانون یو مورد، د ټاکنو قانون ۱۷ مورده او د ټاکنیزو لایحو او طرزالعملونو ۲۴ مورده نقض کړي چې له ډلې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۷۷،۷۷ سلنه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۱،۱۱ سلنه او ټاکنیزو ډلو هم ۱۱،۱۱ سلنه د قوانینو په نقضولو کې رول درلود.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي سلام‌وطندار ته وویل چې د ټیفا موندنې په حقیقت نه دي ولاړې او بې‌بنسټه دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنیزو اختلافي او استثنايي قضیو په اړه له ټاکنیزو کمېسیونونو، څارونکيو بنسټونو، ټاکنیزو ټیمونو، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې سره د علني غونډو جوړولو غوښتنه وکړه.

سره له دې چې د ولسمشري ټاکنې نږدې پنځه میاشتې مخکې شوي، خو ټاکنیز کمېسیونونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.

اړوند مطالب:

د شکایتونو کمېسیون د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو په اړه راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي

د شکایتونو کمېسیون: سبا به د استینافي شکایتونو څېړل پیل شي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام