
د یوشمېر ازادو رسنیو مسوولانو نن د یوه لیک په خپرولو سره په هېواد کې معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. په دغه لیک کې راغلي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ کړی دی.
د دغه لیک پر بنسټ، سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی، رسنۍ یې د ازادۍ په برخه کې په سیمه کې نوم لري، خو د دولتي ادارو له لوري د معلوماتو نه ورکول لامل شوي چې دا لاستهراوړنه له ګواښ سره مخ شي.
د دغه لیک ملاتړې رسنۍ په ټول دولت کې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه جدي بولي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ، ستره محکمه، لویه څارنوالي، مرکزي بانک، د ملي تدارکاتو اداره، د ملي امنیت عمومي ریاست او د بهرنیو چارو، مالیې، ملي دفاع، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونه، هغه ادارې یادوي چې رسنیو ته معلومات نه ورکوي.
د دېرشو رسنیو مسوولانو دغه لیک لاسلیک کړی چې په ډله کې یې د هېواد وتلې رسنۍ هم تر سترګو کېږي.

د لیک لاسلیکوونکي له دولت، د رسنیو له ملاتړو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ځوانې ولسواکۍ د ساتلو لپاره باید د معلوماتو د ورکړې مخه ونه نیول شي.
په دغه لیک کې لیکل شوي چې افغان دولت «معلوماتو ته د لاسرسي» له قانون او د ازادو رسنیو د ملاتړ په برخه کې دوهګونی چلند کوي.
«د رسنیو ازادۍ د ملاتړ نړیوال اېتلاف» د غونډې د تصویر سانسورول د سانسور تر ټولو ستره بېلګه یاده شوې ده. د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر دغه تصویر خپور کړی و چې د ولسمشر د لومړي مرستیال او محمداشرف غني د سیاسي مخالف عبدالرشید دوستم تصویر ترې پاک شوی و.
که څه هم هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو زموږ اړیکه یې ځواب نه کړه.
اړوند مطالب:
په افغانستان کې اوس هم رسنۍ له ناوړه حالت سره مخ دي
مالي ستونزې به د نیمروز رسنۍ وتړي





