عبدالله اروپايي اتحادیې ته: د اصولو خلاص چلند مه کوئ

د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې د اعلان په اړه لومړنی بهرنی غبرګون د عبدالله عبدالله له غبرګون سره مخ شو.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول د پیغام په غبرګون کې چې محمداشرف غني ته یې په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې، ویلي چې د جوزف بورل د مبارکۍ پیغام د افغانانو او ټاکنیزو ډلو د تمې خلاف او دغه راز د دغه بنسټ د بې‌طرفانه دریځ‌نیونې خلاف کار دی.

عبدالله لیکلي چې ټاکنیزو کمېسیونونو د ولسواکۍ د اصولو او پروسې خلاف په لومړي پړاو کې یو نوماند ګټونکی اعلان کړ چې پایله یې د خلکو لپاره د منلو نه ده.

نوموړي په وروستیو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې د همکاریو مننه کړې او ترې غوښتي یې دي چې د مبارکۍ پیغام په اړه وضاحت ورکړي او خپل سم دریځ له افغانانو سره شریک کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل د چهارشنبې په ورځ له محمداشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو له لارې هغه ته د ولسمشري ټاکنو د پایلې مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی چې یاده اتحادیه د اشرف غني په مشري له راتلونکي حکومت سره همکاري ته تیاره ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سه‌شنبې په ورځ محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پایلې له مخې، ښاغلي غني له ټولو رایو ۵۰،۶۴ سلنه رایې وړې دي.

اړوند مطالب:

د اروپايي اتحادیې مبارکي او د «ملي انسجام پر ارزښت» د یوناما ټینګار

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام