
د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړیو نن د ولسمشر، اجرایوي رییس، قاضيالقضات او یو شمېر نورو لوړپوړیو چارواکیو په مخ کې قانون ته د ژمنتیا لپاره لوړه وکړه.
یاد مراسم نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړ شوي وو.
ولسمشر محمداشرف غني په یاده غونډه کې وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو هېڅ غړی د قانون له مخې، حق نهلري چې په سیاسي ګوند کې فعالیت وکړي، «اړیکې به یې له هغو ګوندونو سره چې مخکې یې ورسره تړاو درلود، پرې کېږي او هر ډول اړیکې یې تخلف دی.»
ولسمشر د کمېسیونونو له نویو غړیو وغوښتل چې د فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه په ګډه غونډه کې «د کمېشنرانو قرنطین» لپاره مشخص میکانیزم جوړ کړي.
محمداشرف غني له نویو کمېشنرانو سره ژمنه وکړه چې حکومت به یې په چارو کې د هر ډول لاسوهنې مخه ونیسي.
ولسمشر غني له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترڅنګ، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او دغه راز په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره چمتووالی ونیسي او ژر تر ژره دې د ولسي جرګې ټاکنو پاتې پایلې هم اعلان کړي.
په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په یاده غونډه کې وویل، مخکې د ټاکنیزو کمېسیونونو او دارالنشا ترمنځ لازمه همغږي نه وه او اوس باید دا ستونزه حل شي.
عبدالله زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت د کمېسیونونو خپلواکۍ ته ژمن دی او لازم امکانات به یې په اختیار کې ورکړي.
اجرایوي رییس ټینګار وکړ چې سوله او ټاکنې دوه بېل موضوعات دي او حکومت په یو وخت کې د دواړو لپاره کار کوي.
ټاکل شوې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي تر راتلونکیو دوو ورځو پورې په خپله لومړنۍ غونډه کې خپلمنځي ټاکنې هم وکړي او په رسمي توګه خپلې چارې پیل کړي.
«د کابل رایې دې باطلې او د ټاکنو کمېسیون کمېشنران دې محاکمه شي»
لویې څارنوالۍ ته د ټاکنو کمېسیون د ټولو کمېشنرانو معرفي کول
د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو وروستی نوملړ اعلان شو

د ولسمشرۍ نوماندانو د تېرې جمعې په ورځ د کمېسیونونو د غړیتوب لپاره ۸۱ کسانو ته رایې وکارولې چې ۱۶ هغو یې له نورو ډېرې رایې واخیستې او ولسمشر غني د ځانګړیو فرمانونو له مخې، له یادو کسانو له ډلې ۷ د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ۵ کسان هم د ټاکنیزو شکایتونو د غړیو په توګه وټاکل. دغه راز دوه کسان یې هم د یادو کمېسیونونو د دارالنشا رییسانو په توګه معرفي کړل.
اورنگ زېب، مولانامحمد عبدالله، سیدعصمتالله مل، مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني، محمدحنیف دانشیار او رحیمه ظریفي د ټاکنو خپلواک کمېسیون او محمدقاسم الیاسي، زهره بیان شینوارې، دینمحمد عظیمي، سیدقطبالدین رویدار او محمدیونس طغرا هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کمېشنرانو په توګه وټاکل شول.
دغه راز ولسمشر غني حبیبالرحمان ننګ د ټاکنو کمېسیون د دارالنشا او چمنشاه اعتمادي هم د شکایتونو کمېسیون د دارالنشا د رییسانو په توګه وټاکل.
ولسمشر اشرف غني شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکېني غړي د مالي فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخیستو په تور له دندو ګوښه او لویې څارنوالي هم ممنوعالخروج اعلان کړل چې اوس ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.





