.jpg)
د ټاکنيزو ټکټونو ترمنځ د کړکېچونو په تعقيب او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له لوري د ټولشموله حکومت اعلان، د پنجشېر ولايتي شورا د دوشنبې په ورځ د حوت په پنځمه په يوه خبري ناسته کې د دې ولايت والي سلب صلاحیت کړ.
د پنجشېر د ولايتي شورا غړيو تاييد کړه چې د دې ولايت سيمهييزې چارې به د ولايتي شورا د رييس له لوري مخته وړل کېږي.
د ولايتي شورا له لوري د دې ولايت د والي له سلب صلاحیت وروسته يو شمېر جهادي قومندانانو او په ولسي جرګه کې د پنجشېر استازيو د ولايتي شورا دروازه وتړله.
په ولسي جرګه کې د پنجشېر استازي وايي چې ولایتي شورا خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او په دې توګه نهشي کولی په مهمو دولتي مسلو کې مداخله وکړي.
ولسي جرګه د دې ولايت استازی زلمی نوري سلاموطندار ته وايي چې د قانون پر بنسټ د ولايتي شورا کاري دوره پای ته رسېدلې او دا شورا د خلکو په نه موجوديت کې نه شي کولای کار وکړي.
د نوري په وينا، د سيمهييزې ادارې په اړه د پنجشېر د ولایتي شورا د غړيو دریځ د دوی شخصي نظر دی او د قانون له مخې هېڅ حق نهلري چې کوم دولتي چارواکی له دندې ګوښه کړي.
.jpg)
د پنجشېر ولایتي شورا د دې شورا د دروازې تړل ردوي.
د ياد ولايت د ولایتي شورا مرستياله راحله عطايي وايي، د پنجشېر ولایتي شورا د حکومت له مرکزي ادارې ملاتړ او په دې ولایت کې د هر ډول ګډوډیو مخنیوي لپاره د دې ولايت اداري چارې پر غاړه اخیستې دي.
خو پنجشېر کې يو شمېر حکومتي مسوولان وايي چې وروستيو کړکېچونو پر کار او فعاليتونو هېڅ اغېز نه دی کړی.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رييس عبدالودود عليمردان سلاموطندار ته وايي چې ورځنۍ او اونيزې غونډې په عادي توګه دوام لري او دوی والي ته ځواب ويونکي دي.
د ټاکنيزو ټکټونو ترمنځ دا کړکېچونه هغه مهال ډېر شول کله چې د پنجشېر والي کمالالدین نظامي د روانې اوونۍ په پيل کې له عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نږدې پنځو میاشتو ځنډ وروسته برحال ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو ګټونکی اعلان ک؛ خو عبدالله عبدالله د يادو ټاکنو پايلې ونه منلې او د ټولشموله حکومت اعلان يې وکړ.





