ولسمشر: امريکا د ۵ زره طالب بنديانو د خوشې کولو واک نه‌لري

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک یوه ورځ وروسته نن په يوه خبري ناسته کې وویل، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته او دغه موضوع یې په ښکاره توګه امریکايي چارواکيو او په ځانګړې توګه زلمي خلیلزاد سره شریکه کړې ده.

نوموړی وايي، د طالب زندانیانو خوشې کولو په برخه کې امریکا سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې او دغه هېواد د زندانیانو خوشې کولو واک هم نه لري او دا د افغان حکومت له صلاحیتونو  څخه دی.

ولسمشر غني زياته کړه، د بین‌الافغاني خبرو پرمهال که چېرې د «باور کولو حس» رامنځ ته شي، زندانیان به خوشې شي، خو اوس مهال په طالبانو باور نه لري.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د دغې ډلې ۵ زره زندانیان به د افغان حکومت له بنده خوشې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ «افغانستان ته د سولې راوستو هوکړې» یوه برخه کې هم راغلي چې امریکا ژمنه ده، چې د باور رامنځته کولو اقدام په توګه به اړوندو خواوو سر د «جنګي او سیاسي» اسیرانو خوشې کولو په اړه هرڅه ژر کار پیلوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام