
د امریکا متحده ایالاتو او طالب مرکچیانو ترمنځ له شاوخوا ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته «افغانستان ته د سولې راوستو» په نوم هوکړهلیک پرون د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي مرستیال ملابرادر ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.
د دغه هوکړهلیک له منځپانګې ښکاري چې د سولې له هوکړې وروسته به د نوي جوړېدونکي حکومت او امریکا ترمنځ اړیکې ښې وي.
همدارنګه امریکا به د سولې له هوکړې وروسته له نوي جوړېدونکی اسلامي حکومت سره اقتصادي همکاري کوي او دغه راز به د دغه دولت په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د هوکړهلیک په متن کې درې ځایه «د نوي اسلامي حکومت» عبارت لیکل شوی؛ هغه موضوع چې د ډېرو کسانو لپاره یې پوښتنې او اندېښنې را پورته کړې دي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي سلاموطندار ته ویلي، داسې انګېرل کېږي چې امریکا له طالبانو سره په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو ژمنه کړې ده.
سعیدي زیاتوي، امریکا د دغه هوکړهلیک په تصویبولو سره هوډ لري چې د هوکړهلیک موادو ته قانوني اړخ ورکړي، څو د افغان حکومت او امنیت شورا د اعتراض مخه ونیسي.
د طالبانو یو پخوانی غړی سیداکبراغا وايي، د نوي اسلامي حکومت جوړښت ښايي د امارت یا هم د جمهوریت په چوکاټ کې وي، خو د نوي اسلامي حکومت اصلي شرط په ټولو جزايي قوانینو کې د اسلامي حدودو پلي کېدل دي.
په ورته حال کې د پوهنتون استاد او د حقوقي مسایلو کارپوه علياحمد وايي، له هوکړې وروسته د نوي اسلامي حکومت عبارت د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لمنه لنډوي، خو د برحال افغان حکومت او اساسي قانون د مشروعیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي.
خو ولسمشر غني نن په ارګ کې د خبري غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې د افغانستان د اساسي قانون په لومړي او دویم څپرکي کې بدلون د حکومت سره کرښه ده او هېڅکله به یې ونه مني. یاد څپرکي د نظام جوړښت او د هېواد د وګړیو حقونه تضمینوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې ټاکل شوې چې تر راتلونکیو دوو اوونیو پورې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل او د نظام او ګڼو نورو مسایلو د څرنګوالي په اړه بحثونه وشي.





