د ښځو له ونډې بې‌پروا ولایتونو ته خبرداری

د سولې مشورتي جرګې کمېسیون او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمدعمر داوودزي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، هغو ولایتونو ته چې د سولې په مشورتي جرګه کې یې ښځینه‌وو ته ۳۰٪ ونډه نه وي ورکړې، نه یوازې د استازیو سندونه یې نه منل کېږي، بلکې سزا به هم ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، د سولې په مشورتي جرګه کې به شاوخوا ۳ زره کسان ګډون وکړي، خو داوودزي د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو د مجازاتو بڼې په اړه  څه و نه ویل.

بله‌خوا ټاکل شوې وه نن له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د سولې مرکچي پلاوي استازي هم د مصالحې رهبرۍ شورا له لوري وټاکل شي، خو د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس وايي، د شورا د کاري کمېټو نه بشپړېدو له امله دا غونډه ځنډول شوې ده.

اړوند مطالب:

طالبان د سولې په مشورتي لویې جرګې کې ګډون نه‌کوي

تخار؛ د سولې مشورتي جرګې لپاره د ټاکنو لړۍ ګډه‌وډه شوه

د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکي کال د غوايي پر ۹مه جوړېږي

د داوودزي په خبره، د مصالحې رهبري شورا ۵ کاري کمېټې لري چې یوه یې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوې ده .

داوودزی زیاتوي، له طالبان سره د سولې خبرو اترو مرکچي پلاوي پر ترکیب تراوسه هوکړه نه ده شوې.

د سولې مشورتي لویې جرګې او له طالبانو سره د سولې خبرو پلاوي ترکیب په اړه داسې مهال هڅې روانې دي چې طالبانو پرون د الفتح په نوم د خپلو پسرلنيو جنګي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام