
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته له سیاسي ناندریو سره سره، امریکا اعلان وکړ چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګټ وايي، امریکا هغه طرحه عملي کوي چې له مخې به یې په راتلونکیو څلورو میاشتو کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي.
یوه بل امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د تېر پلان له مخې، سلګونه امریکايي ځواکونه مخکې له افغانستانه وتلي دي.
دا سرتېري داسې مهال وځي چې د ولسمشري ټاکنو دوو مخکښو رقیبانو پرون جلا جلا د لوړې مراسم جوړ کړي وو او ښايي دا د سولې هوکړهلیک عملي کول او د ۱۸ کلنې جګړې پای د امریکا لپاره ستونزمن کړي.
امریکا د خپلو ځواکونو اېستل له سیاسي ثبات یا د سولې خبرو اترو له پایلې سره نه ده مشروطه کړې، بلکې دا بهیر له طالبانو سره د امریکا له ژمنو سره تړلی دی.
ټاکل شوې وه امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړهلیک له لاسلیک لس ورځې وروسته د خپلو ځواکونو د اېستلو لړۍ پیل کړي. د امریکا دفاع وزیر مایک اېسپر د مارچ په دویمه ویلي و چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د را اېستلو لارښوونه کړې ده.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې، کله یې چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را ټیټ شو، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر به د ځواکونو د اېستلو لړۍ ودروي او وضعیت به وارزوي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وايي، له ترهګرۍ، په تېره له القاعده او داعش سره د مبارزې په موخه به یې خپل ټول نظامي تجهیزات او واکونه پر خپل ځای وي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.