د پکتیا روغتیايي مرکزونو له دوه‌میاشتني ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ

د پکتيا ولايت روغتيايي مسوولان وايي، وسله‌والو طالبانو له کابو دوه‌مياشتني ځنډ وروسته د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړه.

وسله‌والو طالبانو له هغه وروسته پر يادو مرکزونو د فعاليت بنديز لګولی و چې د هېواد په نوم د پکتيا د روغتيايي مرکزونو له قراردادي موسـسې نه يې د دوی د روغتيا برخې کارکوونکیو ته معاشونه، درې امبولانسونه، د هغوی د ټپيانو لپاره د يوه تروماسنټر جوړول غوښتي وو، خو يادې موسـسې یې په ځواب کې ویلي و چې د یادو اقداماتو وسه نه لري.

د پکتیا د عامې روغتيا ریيس ولايت‌خان احمدزي سلام‌وطندار ته وويل، د روغتيايي خدمتونو بندېدو له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو او اوس د قومي مشرانو او خلکو په همکاري ورته د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده.

د هېواد موسـسې ولايتي مسوول فضل‌محمد منګل که څه هم د طالبانو د يادو شويو شرطونو د پوره کولو یا ترې د تېرېدلو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې روغتیايي مرکزونو ته یې د درملو لېږد، سوپر وېژن او نورو خدمتونو وړاندې کولو ته اجازه ورکړې ده.

فضل‌محمد منګل د پکتيا له ولس نه بښنه وغوښته چې په تېرو دوو مياشتو کې یې د ناروغانو لپاره خدمتونه له خنډ سره مخ شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام