د سالنګونو تونل د ډیزان تړون لاسلیک شو

د افغانستان د ټولګټو وزارت له یو اسټرالیايي شرکت سره د سالنګونو تونل د ډیزاین او تخنیکي مطالعاتو تړون لاس‌لیک کړ.

د تړون ارزښت ۱۹،۶ میلیونه ډالره دی او استرالیایي شرکت سمِک ( SMEC) نوميږي.

د ټولګټو وزیر محمود بلیغ وایي، د دې تړون له‌مخې به یاد اسټرالیایي شرکت د تونل له‌پاره د موجوده بدیلو لارو لکه (خاواک- خنجان؛ دوشي- بامیان، اوسني تونل د بیارغاونې او یو نوي تونل د جوړولو په اړه ) خپلې څیړنې او مطالعات وکړي او دا فغانستان دولت ته به یوه مناسبه ټاکنه وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تیرو دوو کلونو کې دوی د اسیا پراختیایي بانک سره خبرې اترې درلودې او اوس دغه بانک ۳۲ میلیونه ډالر بلاعوضه پیسې د دوی په واک کې ورکړې دي.

د ټولګټو وزیر په وینا، د پخواني شوروي اتحاد له خوا د سالنګ د اوسني تونل له جوړیدو  ۵۰ کاله تېريږي، د جنګي او نا مناسب شرایطو له امله یې زیان لیدلی او بیا رغاونې ته جدي اړتیا لري.

د حکومت اجرایه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله، چې د دې تړون دلاسلیک په مراسمو کې یې ګډون درلود وویل، د سالنګونو د نوي تونل جوړیدل د ملي یووالي حکومت له ژمنو څخه و.

اجرایوي رییس د افغانستان د بیا رغاونې په برخه کې د جاپان او اسیا پراختیایي بانک له ونډې مننه وکړه او جاپان یی دافغاسنتان د خلکو د باور وړ دوست وباله.

همدا ډول د اسیا پراختیایي بانک رییس، توماس پنیلا، او په کابل کې د جاپان سفیر چې په غونډه کې یې ګډون درلود افغانستان د سیمې هیوادونو د پُل په توګه یاد کړ او زیاته یي کړه، چې د دې هیواد جغرافیایي موقعیت له ځانګړي اهمیته برخمن دی .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام