د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو د یاماموتو ټینګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د «ټول‌شموله حکومت» له ولسمشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

دا لیدنه چې نن په سپېدار کې شوې، یاماموتو د یوه ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

په کابل کې د یوناما دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره چې له اساسي قانون سره سم د ټولو لپاره د منلو وي، د مشرانو د یووالي پر ارزښت» ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، یاماموتو ویلي چې دا موضوع د سولې خبرو اترو لپاره د یوه پلاوي ټاکلو لپاره مهمه ده.

د عبدالله عبدالله د رسنیو دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تازه ویلي چې امریکا د محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره هڅه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام