بدخشان؛ هغه کس چې د کورونا ويروس نښې يې درلودې، ځان‌وواژه

بدخشان ولايت کې هغه کس چې د کورونا ويروس نښې يې درلودې، ځان‌وژلی دی. د مړه شوي کس کورنۍ وايي چې هغه په تازه‌ګۍ سره له ايرانه راغلی و او د کورونا ويروس ټولې نښې يې درلودې.

د نوموړي کورنۍ په دې باور ده چې مړه شوي کس دې لپاره ځان‌وژنه کړې چې د بدخشان ولايت د روغتيا رياست کارکوونکيو ورته پاملرنه نه وه کړې؛ خو د بدخشان د ولايتي روغتون مسوولان وايي چې ياد کس په نشه‌يي توکيو روږدی و او له بدې رواني ناروغۍ يې رنځ ووړ.

د یاد کس پلار وايي:« کله مې چې زوی کې د کورونا نښې ولیدې، روغتون ته مې ولېږدوه او قرنطين مې کړ.»

د مړه شوي کس پلار وايي چې ناروغ زوی يې روغتون کې د مصنوعي تنفس ډبې سره سر وهلی او د ډېرې وينې تويېدنې له کبله مړ شوی دی.

د ياد کس په وينا، بدخشان ولايت کې کورونا لپاره ځانګړي شوي روغتون کې پوره تجهيزات نه دي موجود او شکمن کسان په کې چې قرنطين کېږي، ښه وضعيت نه لري.

د بدخشان ولايت د عامې روغتیا رياست رييس نور خاورې سلام‌وطندار ته وايي چې په کورونا ويروس شکمن کس رواني ناروغۍ درلوده او له همدې کبله يې ځان وژلی دی.

نوموړی زياتوي چې روغتیاپالانو د مړه شوي کس په درملنه کې هېڅ ډول کمی نه دی کړی او د شته امکاناتو نه يې ورته پوره ګټه پورته کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام