عامې روغتیا وزارت ۱میلیون محافظتي کېټونو او ۵۴ ميليون لېټره اېتانول ته اړتیا لري

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وایي، وزارت یې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له یو میلیون ډېرو محافظتي کېټونو او ۵۴ ميليون لېټره اېتانول (مکروب ضد) مایع ته اړتیا لري چې له هېواده بهر ددغه توکو برابرول امکان نه لري.

نوموړي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي دغه طبي توکي په هېواد کې د ننه برابر کړي.

فېروز وایي، که څه هم چې له سل زره جوړو ډېر محافظتي کېټونه یې وارد کړي، خو کافي نه دي.

دی وایي عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، د کورنیو تولید کوونکيو په مرسته په کور د ننه یوه تولیدي فابریکه جوړه کړي.

د فېروز په خبره چې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې به ددغه فابریکې د جوړولو کار پیل شي چې په یوه ورځ کې به د لس زره چپنو او ماسکونو جوړولو وړتیا ولري.

د عامې روغتیا وزیر وایي، چې دغه توکي به د ډاکټرانو او هغه کسانو په واک کې ورکړل شي چې پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو سره سروکار لري.

فیروز الدین فېروز وایي چې د اېتانول مایع د تولید کار به هم ژر پیل شي. دی وایي له دې مایع د لاسونو او سطحو د پاکولو لپاره کار اخیستل کېږي.

 دغه هڅې داسې مهال کېږي چې په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ ته رسېدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام