د لوګر د والي وياند ديدار احمد لونګ وايي، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د څرخ ولسوالۍ د ملي اردو پر یوې امنيتي پوستې ډلهییز برید کړی چې په ترڅ کې يې د ملي اردو ۹ سرتېري وژل شوي دي.
لونګ سلام وطندار ته وویل دغه برید کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده خو کره شمېرې يې نه لري.
د يوه بل خبر له مخې د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، د روحاني بابا اړوند د فخرې سیمه کې د طالبانو په ي،ه راکېټي برید کې د یوې کورنۍ دوه ښځې، یو ماشوم وژل شوي او یوه مېرمن او دوه ماشومان ټپیان شوي.
د پکتیا د والي ویاند وایي، مرګژوبله هغه وخت ملکیانو ته اوښتې چې وسلهوالو طالبانو پر امنیتي سرتېرو بریدونه کول چې په پایله کې د طالبانو له لوري توغول شوی هاوان په يوه کور لګېدلی او ياده مرګژوبله په کې واوښته.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.