د جوزجان په اقچې ولسوالي کې محلي مسوولان د ملي امنیت د ۷ ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د اقچې ولسوال غلامسخي سبحاني سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه د دغې ولسوالي پر «جبارشهید کلا» سیمې برید کړی او له امنیتي ځواکونو سره نښتي دي.
د نوموړي په وینا، په یاده نښته کې د ملي امنیت ۷ ځواکونه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د اقچې ولسوال زیاتوي چې په یاده نښته کې وسلهوالو طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې.
طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.