کورونا؛ د بدخشان سرحدي ولسواليو کې د خوراکي توکيو کموالی

د بدخشان سيمه‌يیز مسوولان او د ولايتي شورا غړي وايي، د ياد ولايت په سرحدي ولسواليو کې خوراکي توکي نشته چې له دې وړاندې د يادو ولسواليو خوراکي توکي له تاجکستانه برابرېدل.

په داسې حال کې چې اوسمهال د کورونا ويروس له کبله پولې تړل شوې دي او د بدخشان ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د خوراکي توکيو له کموالي سره مخ دي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا مرستيال طلب‌الدین قادري وايي، له تاجکستان سره د پولې تړل کېدلو خلک له ډېرو ستونزو سر مخ دي د ولسواليو په بازارونو کې هېڅ خوراکي توکي نه موندل کېږي.

د نسي‌دروزا ولسوال محمدابراهیم قیومي هم وايي، له تاجکستان سره د پولې تړل کېدلو له کبله ډېري اوسېدونکي يې د خوراکي توکيو له کمښت سره مخ دي.

د مايمي درواز ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستيال عبدالاحمد هم مني چې له د لرې پرتو سيمو خلک د خوراکي توکيو له کمښت سره مخ دي او ورسره د شته خوراکي توکيو بيې ډېرې لوړې شوې دي.

خو د بدخشان والي محمدذکریا سودا وايي، د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي به د خوراکي توکيو له کموالي سره مخ نه شي ځکه چې احتياطي زېرمې لري او د اړتيا پرمهال به له زېرمو ګټه واخلي.

سودا وايي چې تراوسه پورې يې د لرې پرتو سيمو چې په کې خوراکي توکي کم شوي وي کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.

خو د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د دوی په ولسواليو کې د خوراکي توکيو هېڅ ډول زېرمې موجودې نه دي او د وضعيت دوام به يې ژوند واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام