ټرمپ د قطر له امير سره د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي پر کمولو خبرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه ټلفوني اړيکه کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره د طالبانو له لوري افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمولو غږېدلی دی.

له سپینې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوريو د سولې د خبرو او د دواړو لوريو د بنديانو د خوشې کولو په اړه يې بحث کړی چې له مخې يې افغانستان کې سوله ټينګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د کورنا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه له طالبانو څو ځلې وغوښتل چې اوربند وکړي.

په تېرو دوه اوونيو کې د ملي امنيت شورا هم طالبانو سره سولې ته رسېدو لپاره او د ملکيانو د وژنې د مخنيوي په موخه له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې.

خو طالبانو تر اوسه پورې دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

حکومت د ولسمشر غني د فرمان له مخې تر اوسه پورې ۴۳۲ طالب بنديان خوشې کړې دي او طالبانو هم تر اوسه د دولت۶۰ بنديان خوشې کړې دي؛ خو امنيت شورا ويلي چې طالبانو هغه بنديان نه دي خوشې کړي کوم چې دوی نوملړ ورکړی دی.

تېره اوونۍ د امنيت شورا وياند جاوېد فیصل وويل چې د طالبانو له لوري خوشې بنديان ملکي کسان دي او يوازې ۱۹ يې امنيتي ځواکونه دي.

ټاکل شوې د دواړو لوريو د بنديانو له خوشې کولو وروسته بين‌الافغاني خبرې پيل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام