
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لومړۍ پرانيستونکې غونډه چې نن شنبه د سنبلې ۲۲مه د قطر په دوحه کې پيل شوې وه، پای ته ورسېده.
په دې ناسته کې د ۱۳ اسيايي او اروپايي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون درلود.دا غونډه نن مخکې له غرمې ۱۱ بجې د ملي مصالحې د عالي شورا د رييس عبدالله عبدالله، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر رييس ملا عبدالغني برادر او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو په وينا پيل شوه.
د سولې په اړه د بينالافغاني خبرو لومړۍ ناسته د افغان دولت او طالبانو د پلاويو په مشرۍ په قطر کې جوړه شوه چې په دې ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازولۍ د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله وينا وکړه.
عبدالله وويل چې دی او ورسره پلاوی قطر ته دې لپاره راغلي چې افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي.
عبدالله ټينګار کوي چې افغانستان د بشردوستانه اوربند د اعلان غوښتونکی دی.
نوموړی زياتوي چې سوله به ميليونونو افغان کډوالو ته د بېرته راګرځېدو لار هواره کړي.
په غونډه کې ملاعبدالغني برادر وويل، دوی غواړي چې افغانستان يو خپلواک، پرمختللی او يو اسلامي نظام ولري چې ټول هېوادوال پهکې ځان وويني او د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي، دوحه کې د نن ورځې ناسته افغانانو ته يو تاريخي فرصت دی.
پامپيو د افغانستان د راتلونکي سياسي نظام په اړه وويل: « تاسو خپله (دولت او طالبان) پرېکړه وکړئ او د راتلونکي سيسټم ټاکنه ستاسو په لاس کې ده.»
نوموړي په دې ناسته کې ټاکنې د قدرت د لېږد تر ټولو غوره لار وبلله.
پامپيو زياته کړه، د افغانستان راتلونکی څپرکی به دولت او طالبان ليکي او وايي چې دواړه داسې پرېکړې وکړي چې له فساد او تاوتريخوالي لرې وساتل شي.
نوموړي همداراز وويل، د دولت او طالبانو پرېکړه به د نړيوالو مرسته کچه وټاکي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له دواړو لوريو وغوښتل چې له دې فرصت نه ګټه واخلي او يو بل ته درناوي وکړي.
په دې ناسته کې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې هېواد يې چمتو دی د بينالافغاني خبرو کوربه وي او هر ډول شرايطو ورته برابر کړي.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه بينالافغاني خبرې د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره مهمې وګڼلې.
له دې سره د چين د بهرنیو چارو وزير د سولې په اړه د بينالافغاني خبرو لومړۍ ناسته کې وويل چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل بايد په منظمه توګه وي. نوموړي زياته کړه چې چين د ژر تر ژره د اختلافاتو د حل غوښتونکی دی.
غونډه کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم وويل چې افغانستان کې قربانۍ بېځايه نه وې او اوس مهال افغانستان ترهګرو لپاره امن ځای نه دی.
له دې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وويل، پاکستان د افغان سولې لپاره د هرې ممکنه لارې هڅه کړې.
نوموړي زياته کړه چې افغانان باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي چې د خپل هېواد سیاسي ټیکاو لپاره سره یو شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهمانیام جایشانکار هم وويل، هند او افغانستان د یوې پېړۍ اړیکي او د تمدن مشترکات لري. نوموړي زياته کړه، اجازه دې نه ورکول کېږي چې افغانستان کې تاوتريخوالی دوام وکړي.
جایشانکار ټينګار کوي چې د سولې هر ډول بهير بايد د افغانانو په رهبرۍ، مالکيت او اړوند وي.
ياده ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وويل، د سولې بهير ټول هيلهمن کړي او د سولې په راتلو به زرګونو افغان کډوالو ته د بېرته راګرځېدو لار هواره شي.
نوموړی زياتوي، افغانستان کې سولې ته لار هواره شوې او وايي چې د خبرو منځپانګه بايد خپله افغانان وټاکي.
د سولې خبرو کې د طالب پلاوي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي وويل، د سولې خبرو کې د بحث مطرح موضوع اوربند دی.
له دې سره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان رييس یوسف العثیمین وويل چې ياد سازمان د افغان سولې ملاتړی دی او نوموړي د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ستونزو حل لپاره خبرې اترې وکړي.





