زهره؛ هغه ۷ کلنه نجلۍ چې په نشه‌يي توکيو روږدي پلار يې وپلورله

د زهرې مور دانه‌گل څه وخت وړاندې له خپل خاونده طلاق واخيست چې ۵ واړه اولادونه لري وايي، خاوند يې په نشه‌يي توکيو روږدی و؛ نو ځکه له خپل خاونده بېله شوه.

دانه‌گل چې د تخار ولايت د «غریب‌بچه» د کلي اوسېدونکې ده سلام‌وطندار وايي، خاوند يې ۲ مياشتې وړاندې ۷ کلنه زهره تالقانو ښار کې په يوه کس په ۳۰ زره افغانۍ وپلورله.

د نوموړې په وينا، خاوند يې لور په پټه د دې له کوره وړې او بيا يې پلورلې.

هغه کس چې زهره يې پېرلې عبدالغني نومېږي وايي، پيل کې د زهرې پلار نوموړې په ۲۰۰ زره افغانيو پلورله خو له چنې وهلو وروسته يې په ۳۰ زره افغانۍ وپېرله.

عبدالغني وايي، له يوه لوري «انساني ترحم» او له بل لوري په کور کې د واړه ماشوم نه لرل، اړ کړ چې زهره وساتي.

خو اوس له دوه مياشتو وروسته تېره ورځ تخار کې د کار او ټولنيزو چارو رياست زهره بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارله.

په ورته وخت کې تخار کې د ماشومانو د ملاتړ د برخې مسوول معراج‌الدین محمودي وايي چې د کار او ټولنیزو چارو رياست بايد ياده نجلۍ يتيم خونې ته وسپاري او د ښوونې او روزنې زمينه ورته برابره کړي.

 د يادلو ده چې څه موده وړاندې هم په تالقانو ښار کې يوې کورنۍ د بې‌وزلۍ له کبله خپل نوی زېږېدلی ماشوم پلورلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام