هېواد کې د کورونا ویروس تر ټولو ډېرې ۸۶۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلا بېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۸۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټول هېواد کې په کوویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۴ زره او ۵۲۵ ته رسېږي.

دا په تېرو دوو میاشتو کې په کورونا ویروس د اخته کېدو راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د کورونا ویروس د ۸۶۶ تازه پېښو له ډلې تر ټولو ډېرې ۴۱۱ کابل او ۱۷۷ هرات ولایت کې ثبت شوې دي.

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۳ کسان تازه مړه شوي او ۴۴ بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شوو شمېر ۲۴۹ او د بېرته رغېدلو هم ۱۳۰۳ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، ښايي راتلونکيو ورځو کې د کورونا ویروس پېښې له کنټروله ووځي، نو په دې توګه دې هېوادوال روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام