کورونا؛ هرات زېږنتون کې د انساني ناورين ګواښ

د هرات ولايت د زېږنتون مسوولان په دې روغتون کې د انساني ناورين د رامنځته کېدو خبر ورکوي.

د ياد ولايت د نسايي ولادي د ۱۰۰ بستريز روغتون رييسه سعیده سعید سلام‌وطندار ته وايي، د ياد روغتون ۱۰ ډاکټرانې پر کورونا ويروس اخته شوي او ۴۰ سلنه نور کارکوونکي يې د ياد ويروس د مثبتو نښو سره سره کار ته راځي.

سعيده وايي، په دې روغتون کې شاوخوا ۱۷۰ کسان چې ډاکټرانې، متخصصانې، نرسانې او خدمې په کې شاملې دۍ، کار کوي.

د نوموړې په وينا، که د دوی د ازمايښتونو پايلې مثبتې اعلان شي، ياد روغتون کې به ډاکټرانې او نرسانې نه وي او په داسې حال کې به انساني ناورين رامنځته شي. هغه وايي، په دې روغتون کې هره ورځ ۱۰۰ ښځې بستر کېږي.

سعيده زياتوي، هرات کې ډېری کورنۍ په ټوليزه توګه پر کورونا ويروس اخته شوي او وضعيت له کنټروله وتلای دی.

د هرات ولايت د نسايي ولادي د ۱۰۰ بستريز روغتون رييسه همدراز وايي، که داسې وضعيت دوام وکړي او خلک يې پر وړاندې بې‌پروا شي، روغتيايي مرکزونه به ونه‌شي کولای د ناروغانو درملنه وکړي.

نوموړې په داسې حال کې  د وضعيت له بدترېدو خبر ورکوي چې تېره ورځ پر کورونا ويروس د يوې  اخته مېرمنې ماشوم وزېږېد.

هرات ولايت کې د نسايي ولادي ياد ۱۰۰ بستريز روغتون يوازينی معياري روغتون دی چې هره ورځ په کې له بېلابېلو ولسواليو او ګاونډ ولايتونو لسګونه مېرمنې ماشومان زېږوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام