
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۱۴۲۷ شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې نه یې ۷۹۱ هغه په ۱۹ ولایتونو کې مثبتې ختلې دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح وايي، د دغو تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۰ زره او ۳۴۲ ته ورسېده.
په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۱۳ کسان په کابل، ۱۲۸ په خوست، ۹۴ په هرات، ۷۹ په کندهار، ۴۹ په نیمروز، ۱۸ په ننګرهار او ۱۷ نور په هرات ولایتونو کې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
دغه راز په سمنګان کې ۱۴، زابل کې ۱۲، پروان کې ۱۱، جوزجان کې ۹، نورستان کې ۸، پنجشېر کې ۸، کونړ کې ۷، بلخ کې ۷، بدخشان کې ۶، هلمند کې ۶، غور کې ۴ او په لوګر کې یو کس پر دغه ویروس اخته شوی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۳۰ اخته کسانو چې ۲۳ یې په کابل ۲ په هرات، ۲ په خوست، ۱ په بلخ، ۱ په فاریاب او ۱ کس په هلمند کې دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو ۴۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورونا ۳۵۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۸۷۵ نور بېرته روغ شوي دي.
مجروح له خلکو غواړي چې د حکومت د درې میاشتنۍ طرحې ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.
د دې طرحې له مخې، په عامه ځایونو کې د ماسک اچول، د دوه متره واټن مراعت، له لسو د ډېرو کسانو د راټولېدو مخنیوی، له کورونو نه د زړو کسانو له وتلو ډډه او د کاري چاپېريال ضدعفوني کول جبري بلل شوي دي.
تر اوسه په نړۍ کې نږدې اووه میلیونه کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې نه یې څلورسوه او ۲۱ زره هغه مړه شوي او له ۳ میلیونه او ۴۱۱ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.





