عامې روغتيا وزارت: هېواد کې د کورونا ویروس د پراختیا سرعت په کمېدو دی

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷۶۱ نور کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي او دې سره ټول هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵ زره ۵۲۷ ته ورسېد.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال شفیق الله شهیم نن کابل کې يوې خبري ناسته کې وویل، له ۷۶۱ تازه مثبتو پېښو ۲۳۷ کابل، ۱۱۳ کندوز، ۱۰۳ لوګر، ۹۳ تخار، ۳۷ پروان، ۳۰ وردک، ۲۵ کندهار، ۲۲ ننګرهار، ۱۶ پنجشېر، ۱۵ باميان، ۱۵ پکتيا، ۱۴ بغلان، ۱۲ روزګان، ۱۱ بدخشان، ۱۰ دايکندي، ۴ نورستان او ۴ هم کونړ ولايت کې ثبت شوې دي.

د شهیم په وينا، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي او ۳۶۵ نور ترې بېرته ښه شوي دي چې په دې سره د کورونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو شمېر ۴۷۸ او د روغو شویو شمېر ۵ زره ۹۰ کسانو ته پورته شو.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاډ ورکړ چې د کورونا ویروس د پراختیا سرعت په کمېدو دی او که خلک همکاري وکړي، د مثبتو پېښو شمېره به نوره هم ټیټه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام