د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن ویلي چې د افغانستان وضعیت لا هم کړکېچن دی او طالبان باید د سولې پروسې د بریا لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
نوموړي چې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې په بروکسېل کې خبري غونډې ته خبرې کولې، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کموالی، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بینالافغاني خبرو اترو مېز ته حاضرېدل، په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د دې ډلې اساسي ژمنې یادې کړې.
د ناټو سرمنشي وویل، که څه هم د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کموالي برخه کې ځینې پرمختګونه ویني، خو په وینا یې، افغانستان کې وضعیت ماتېدونکی دی.
هغه زیاتوي چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د ناټو هڅې دوام لري.
سټولټنبرګ وايي، ناټو تر یوې کچې پورې د خپلو هغو سرتېرو کمولو ته ژمنه ده چې د سولې په هوکړهلیک کې یې یادونه شوې ده.
ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو غونډه سبا د دوو ورځو لپاره په بروکسېل کې جوړه شي.