هغه ماشوم چې طالبانو ځانمرګی روزلی و، پولیسو ته تسلیم شوی

د سید مختار په نوم یو ماشوم چې ځان د کندوز ولایت د چهاردرې اوسېدونکي یادوي، پرون پولیسو ته تسلیم شوی دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو پنځه کاله وړاندې د اوړي شپې وې چې د دوی پر کور یې برید وکړ او مور او پلار یې د دغه په مخکې وژني او مختار له ورونو او دوه خویندو سره بیايي. مختار وايي، پلار یې د کومانډو سرتېری و.

له هغې بدې او خونړۍ شپې څو کاله وروسته لا هم د مختار د ورونو او خویندو حال نه دی معلوم چې څه پرې تېر شوي دي.

مختار وايي، طالبانو یې له څه مودې وروسته پر نوم بل نوم کېښود او کابل ته یې د ځانمرګي برید لپاره ولېږه. د مختار ورونه په نویو نومونو کابل ته راځي او ځانمرګی برید کوي.

هغه وايي، د طالبانو د ځانمرګو او ماین اېښودلو مسوول مولوي مصطفی ورته په یوه مدرسه کې د جګړې روزنه ورکوله. د ده په وینا، د طالبانو د ځانمرګو مسوول له لومړنۍ روزنې وروسته د ځانمرګي برید واسکټ ور اغوندي او لارښوونه ورته کوي چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي.

مختار چې ځانمرګي برید ته تیار و، یوه ورځ ښار ته راځي. هغه له یوه پُل نه تر تېرېدو وروسته واسکټ یوه سیند ته غورځوي، پولیسو ته ورځي او خپله کیسه ورته کوي.

د کندوز د پولیسو ویاند هجرت‌الله اکبري وايي: «سید مختار چې دیارلس کاله عمر لري د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالي کې پنځه کاله له طالبانو سره و او هلته یې د ځانمرګي برید روزنه لیدلې ده.»

د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې یاد خبر ناسم دی او اوس یې ځانمرګي بریدونه بند کړي دي.

هغه وايي، د دغه کار لپاره د ماشومانو کارول ناسم دي او سلګونه ځانمرګي بریدګر په تمه دي چې بریدونه وکړي.

نوموړی داسې مهال په ځانمرګو بریدونو کې د ماشومانو کارول ردوي چې تېر کال یوه ماشوم په کندوز کې د امنیتي ځواکونو او ملکیانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له کبله یې ۶ امنیتي ځواکونه او دوه ملکیان ووژل شول.

کندوز د هېواد په شمال ـ ختیځ کې یو ناامن ولایت دی. دغه ولایت دوه ځله د طالبانو لاس ته ورغلی او د ډېرو چاودنو او ځانمرګو شاهد دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام