د کابل ښاروالۍ مسولین وايي، چې په راون کال کې د دغې ادارې په عوادیدو کې ۲۱ سلنه کموالی راغلی دی.
د دغې ادارې ځای ناستي عبدالاحد نن د (سپټمبر په ۳مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې سږ کال د کابل ښاروالۍ عواید له ۲ میلیاردو افغانیو زیات وو، خو د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه کموالی ښيي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست د سږ کال عوایدو کموالي لامل اقتصادي او امنیتي ستونزې بولي.
د دغې ادارې چارواکي وايي، چې ډېرې دولتي او نادولتي ادارو يې له ۲ میلیاردو افغانیو زیاتې پوروړې دي او یادو ادارو خپل پورونه، نه دي ادا کړي.
ځېنې نور بیا د ښاروالۍ د عوایدو کموالي لامل د دغې ادارې له خوا د خپلو پورونو نه غوښتل بولي او وايي، چې د ښاروالۍ په قانون کې دولتي او خصوصي ادارو څخه عواید په لازمي ډول نه اخیستل کیږي.
واحد وايي، چې دوی د پلازمېنې خځلو د لېږدولو له پاره د موټرونو سون توکي نه لري او له همدې امله د ښار خځلې له ډېر وخت راهیسې د ښار په څڼدو کې پاتې دي.
دی وایي، چې په دې برخه کې زیاتې ستونزې د تدارکاتو له ریاست سره دي او زیاتوي، چې ښاروالۍ د دغو ستونزو د حل په برخه کې د خصوصي بنسټونو سره غونډې کړي دي او هڅه کوي، چې دغه ستونزې ژر حل شي.
له بل لوري د کابل ښاروالۍ مرستیال اسلم اکرمي په دې غونډه کې وویل، چې د ښاروالۍ قانون زوړ دی او د نننیو شرایطو ځواب ویونکی نه دی.
اکرامي وايي، چې دغه قانون تېرو ۴۰ کلونو له پاره جوړ او مناسب و.
د کابل ښاروال د دغې ادارې یو کلن کار په اړه وویل، چې د یو کال په اوږدو کې یې ۱۰۸ کیلو مټره واټونه پاخه کړي دي او شاوخوا ۱۵ زره متر مربع پلي تګ ځایونه یې جوړ کړي دي.
همدا ډول د ۱۷۰ کیلو مترو پلچکونو، ویالو، ۳۷ کیلو متره فرعي واټونو او د یو میلیون نیالګیو کېنول یې د دغې ادارې کارونه یاد کړل.
د کابل ښاروالۍ د سرپرست پر خبره، د پلازمېنې په بېلا بېلو برخو کې د څوو پارکونو او تفریح ځاینو جوړول د د غې ادارې یو کالنې لاسته راوړنې دي.
د دغې ادارې مسولین په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل ښاریان په ښار کې د خځلو له زیاتوالي شکایت کوي.





