په خوست کې پر لاریون په بمي چاودنې کې ۱۶ تنه ووژل شول

د خوست ولایت یو شمېر امنیتې سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د اعتراض کوونکیو او لاریونوالو په منځ کې په شوې چاودنه کې د ۱۶ تنو د وژلو تر څنګ ۵۸ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې نن غرمه مهال په دغه ولایت کې د والي پر خلاف په چاودنه کې اعتراض کوونکیو او لاریونوالو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

د خوست یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، چې په دغه چاودنه کې د ولسي جرګې غړی همایون همایون هم ټپي دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له څو ورځو راهیسې په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د خوست يو شمېر وکيلانو او د دوى ځينو پلويانو د ولايتي ادارې او سرپرست والي پر خلاف اعتراضونه، غونډې او لاريونونه دوام لري.
د ولسي جرګې غړو کمال ناصر اصولي، همايون همايون او د هغوی ځينو پلويانو له څه مودې راپه دې خوا له مرکزي دولته په ځانګړي ډول له ولسمشره د سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د ګوښه کولو غوښتنه کولې.
د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي د (مارچ په ۲۸مه) په یوه غونډه کې پر والي تور ولګاوه، چې په اداري فساد کې ښکېل دی او د خپلو شخصي ګټو په خاطر د پرمختيايي پروژو د پلې کېدو مخنيوی کوي.
پر لاریون دغه چاودنه په داسې وخت کې کېږي، چې د (مارچ په ۲۸مه) ناصر اصولي ګواښ کړی و، که ولسمشر غني په درېيو ورځو کې والي او پر فساد نور ککړ چارواکي له دندو لرې نه کړي؛ خوست ښار او د خوست – ګردېز لاره به وتړي او اعتراضونه به پراخ کړي.
خو ولایتې ادارې ویلي وو، چې د ولسي جرګې يو بل غړي همايون همايون هم پر والي سربېره د دغه ولايت ټول امنيتي ارګانونه هم په ژور اداري فساد ککړ بللي وو.

اعتراض کوونکو د خوست د والي د کور او دغه راز د اداري کمپلېکس تر څنګ چې ټولې دولتي ادارې په کې فعاليت کوي، د اعتراض په ډول يو شمېر خېمې هم وهلې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام