په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۱۷ اخته کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر کورونا د ۶۳۳ شکمنو اخته کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۱۷۴ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونال د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره ۴۶۳ ته رسېږي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۳۶۱ اخته کسان بېرته ښه شوي چې په دې سره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۲۳ زره ۶۴۱ ته ورسېده.

کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د کورونا ډېرې مثبتې پېښې لري.

د دغه راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۸۱ ته رسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام