د بایسیکل ځغلونې ملي لوبډلې ته ۱۲ نجونو لاره پیدا کړه

په بامیان ولایت کې د بایسیکل ځغلونې ښځینه ملي لوبډلې ته د لوبغاړیو غوره کېدو لپاره په دوه‌ورځنیو سیالیو کې ۱۲ نجونو یادې لوبډلې ته لاره وموندله.

په دغو سیالیو کې د کابل، بلخ، دایکندي، غزني، فاریاب او بامیان ولایتونو ۴۷ ښځینه لوبغاړیو ګډون کړی و.

د افغانستان د بایسیکل ځغلونې ملي فدراسیون رییس فضل‌احمد فضلي وايي، په یادو سیالیو کې ۱۲ لوبغاړې غوره شوې دي.

زهرا رضايي، افسانه نوروزي، یلدیز هاشمي، ریحانه، ارزو، شهربانو، رخسار حبیب‌زۍ، فرېبا هاشمي، نجلا، سحر سادات، نرګس حکیمي او نوریه چې د بامیان، فاریاب او کابل ولایتونو اوسېدونکې دي، په ترتیب سره یې له لومړي تر دولسم مقامه پورې ګټلي دي.

زهرا رضايي چې د بامیان ولایت اوسېدونکې ده او په یادو سیالیو کې لومړی مقام ګټلی دی وايي، هڅه کوي چې له هېواده بهر هم د بایسیکل ځغلونې په نړیوالو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

افسانه نوروزي چې د کابل او یلدیز هاشمي چې د فاریاب اوسېدونکې ده او دویم او درېیم مقام یې ګټلی، وايي: «طالبانو ته باج نه ورکوو». دغه دوه لوبغاړې غواړي چې د بایسیکل ځغلونې له لارې په هېواد کې د ښځو او نارینه‌وو د حقونو برابرۍ لپاره عدالت وغواړي.

نرګس حکیمي چې د کابل ده او له کوچني ماشوم سره یې په یادو سیالیو کې ګډون کړی و هم د بایسیکل ځغلونې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړې ده.

د بایسیکل ځغلونې سیالیو جوړوونکي په بامیان ولایت کې د یادو سیالیو جوړولو موخه یې دغې سپورټي برخې ته د ښځینه‌وو هڅول بولي.

د بایسیکل ځغلونې لوبې ښځینه لوبغاړیو د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ له سبز‌آب «دره‌ کالو» سیمې نه د بامیان ښار تر مرکز پورې ۳۵ کیلومتره واټن او په دویمه ورځ یې هم له الکین چوک نه د بندامیر ملي پارک تر دوو لارو پورې ۵۰ کیلومتره واټن وواهه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام