.jpg)
ټاکل شوېده، د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله د لومړي ځل لهپاره د مرکزي اسیا زون په ښځینه فوټبال جام سیالیو کې برخه واخلي.
د مرکزياسیا زون فوټبال ادارې د سږني ښځینه فوټبال جام سیالیو نېټه اعلان کړه چې روانه میاشت به د اوزبیکستان په پلازمېنې تاشکند کې وشي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د تخنیکي برخې مسوول طاهر روفي سلام وطندار ته وویل چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ پیل شوی او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به ترې د اوزبیکستان د سفر لهپاره غوره لوبغاړي اعلان شي.
د ښاغلي روفي په وینا، دا لومړی ځل دی چې په مرکزياسیا زون کې ښځینه ټورنمېنټ کېږي چې ټولې لوبډلې به یو بل سره سیالۍ وکړي.
.jpg)
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، د مرکزياسیا زون ښځینه فوټبال جام سیالۍ به د روانې نومبر پر ۲۳مه نېټه پیل او د ډېسمبر پر لومړۍ هغې د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.
د مرکزياسیا فوټبال زون پهدې ښځینه ټورنمېنټ کې به د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ د ایران، تاجکستان، قرغزستان او کوربه اوزبیکستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې برخه ولري.
په همدې حال کې د فوټبال اسیایي شورا لهخوا د ۲۰۲۰ کال ۲۳ کلنو غوراوي پړاو سیالیو مهال او لوبډلوېش اعلان کړ چې د اسیا وچې ۴۴ لوبډلې به پهکې په لویدیځ او ختیځ زون کې سیالۍ وکړي.
.jpg)
د افغانستان په ګډون به په لویدیځ زون کې د ۲۴ هېوادونو او ختیځ زون کې د ۲۰ اسیایي هېوادونو ۲۳ کلنې فوټبال لوبډلې په ۱۱ بېلابېلو ګروپونو کې سیالۍ وکړي.
د دغو سیالیو د پچې اچوونې په پایله کې به افغانستان په لومړي ګروپ کې له قطر، عمان او نیپال ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلو سره د اسیا ۲۳ کلنو فوټبال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه په غوراوي سیالیو کې ولوبېږي.
د اسیا ۲۳ کلنو اسیایي جام سیالیو ته غوراوي پړاو لوبې به د راتلونکې ۲۰۱۹ کال مارچ پر ۱۸مه نېټه په بېلابېلو هېوادونو کې پیل شي.





