فضلي: کرکټ ته د شاپور او شفیق الله ورستنولو اخري چانس ازمايي

افغان کرکټ بورډ له ملي لوبډلې د پاتې شویو ۲ مشهورو لوبغاړو شاپور ځدران او شفیق الله شفق په اړه اخر هم خوله خلاصه کړه.

د کرکټ بورډ مرستیال چیرمین عزیزاالله فضلي سلام وطندار سره په خبرو کی وویل، کرکټ بورډ له شاپور ځدران او شفیق الله شفق سره هېڅ ستونزه نه لري او هڅه کوي، چې لوبډلې ته د راستنولو له پاره د هغوی وروستی جانس ازمایښت کړي.

د کرکټ بورډ مرستیال وايي، دا ځل به د واړو لوبغاړو له کورنیو سره اړیکه ونیسي او د هغوی د راتلونکي کرکټ په اړه به ورسره خبرې وکړي.

د فضلي پر وینا، له دواړو لوبغاړو سره یې په وار وار د کرکټ لوبو پیلولو په اړه خبرې کړي دي، خو هر ځلې د بېلابېلو ستونزو یادونه کوي او په خپلو کورونو کې د مشکلاتو پلمې جوړوي.

د نوموړي پر وینا، دواړو لوبغاړو ته یې د کورني کرکټ په ۴ ورځنیو سیالیو او دغه راز په خیریه کرکټ سیالیو کې د لوبېدو بلنه ورکړې وه خو سیالیو ته حاضرنه شول.

فضلي وايي، کرکټ بورډ نه پوهېږي، چې دغه لوبغاړي له ادارې سره څه ستونزه لري او ولې یې له ادارې او کرکټ سیالیو ځانونه لرې کړي دي.

د کرکټ بورډ مرستیال فضلي وویل، د افغانستان کرکټ پرمختګ کړی او اوسمهال ملي لوبډلې ته د لارې موندلو له پاره نوي لوبغاړي سیالۍ کوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې د شاپور ځدران او شفیق الله شفق نظر هم واخلو خو دواړه لوبغاړي خبرو کولو ته حاضرنه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام