
په دې وروستیو کې حکومت د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز او د دې وزارت درې پخواني او برحال مرستيالان او دغه راز څلور برحاله والیان د اداري فساد په تور عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندلي دي.
فېروزالدين فېروز په دې اړه غبرګون ښودلی او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي، له فاسد حکومت نه د مکافاتو تمه نشته او دغه ګام یې ځکه پورته کړی ترڅو په جینوا کنفرانس کې چې د هېوادونو د لاسته راوړنو په اړه دی، د ځان لپاره لاسته راوړنه ولري.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، دی حاضر دی چې عدلي او قضایي ادارو ته ځواب ووایي خو د ولسمشر فرمانونه او قانون باید د ټولو لپاره یو شان پلی شي.
په همدې حال کې د چارو کتونکی احمد سعیدي وایي، حکومت د جینوا کنفرانس لپاره کمپاین پیل کړی او دا له فساد سره د مبارزې هڅه نه ده.
سعیدي زیاتوي، ټاکل شوې د راتلونکي ميلادي کال فبرورۍ میاشت کې د جینوا کنفرانس جوړ شي او افغان چارواکي باید دې کنفرانس ته د شویو ژمنو په اړه ځواب ولري، خو که افغان دولت لاسته راوړنې ونه لري او د ګډونوالو قناعت ترلاسه نه کړي، نو د فاسدو هېوادونو په ډله کې به راشي او تور نوملړ کې به شامل شي.
نوموړي زياته کړه، همدا لامل دی چې افغان حکومت ځینې کسان د فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژني.
د چارو بل کتونکی اکبرجان فولاد بیا وايي، ځینو کسانو د کرونا لپاره ځانګړې شوې بودیجه کې پراخ فساد کړی، حتا مهم طبي وسایل یې په بهرنیو هېوادونو پلورلي. د نوموړي په وينا، دغه کسان باید محاکمه شي او سزا ورکړل شي او په خبره يې دا د جینوا کنفرانس لپاره لاسته راوړنه هم کېدای شي.
هڅه مو وکړه د موضوع په تړاو د ارګ نظر هم واخلو خو د ارګ د وياند مرستیال وایي، موضوع په دوی پورې اړه نه لري بلکې لویه څارنوالي یا د تفتیش عالي اداره باید ځواب ووايي.
د څارنوالۍ په ځواب اخيستو بریالي نه شوو خو د پلټنې اداره وایي، دا سیاسي مسله ده او دوی نه غواړي په دې اړه څه ووايي.





